لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپولې پورې غاړې بريدونو مخنيوي لپاره باجوړ کې نوې پوستې جوړې کړل شوي


په دغه اړه خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دباجوړ سکاؤټس کمانډنټ کرنل نيار زمان وئيلي دي چې دغه گامونه دپولې دپورې غاړې څخه دحملو دمخنيوي لپاره دايجنسۍ دمحفوظولو برخه ده.
په دغه اړه خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دباجوړ سکاؤټس کمانډنټ کرنل نيار زمان وئيلي دي چې دغه گامونه دپولې دپورې غاړې څخه دحملو دمخنيوي لپاره دايجنسۍ دمحفوظولو برخه ده.

پاکستاني پوځيانو دپولې پورې غاړې څخه دجنگيالودوراوختو مخنيوي لپاره دافغانستان پولې سره نزدې دباجوړايجنسۍ په سرحدي سيمه کې په لسگونو نوې پوستې جوړې کړي دي.

په دغه اړه خبريالانو ته دحال احوال تيرولو په مهال دباجوړ سکاؤټس کمانډنټ کرنل نيار زمان وئيلي دي چې دغه گامونه دپولې دپورې غاړې څخه دحملو دمخنيوي لپاره دايجنسۍ دمحفوظولو برخه ده.

هغه وويل چې دغه نوې پوستې په بيلا بيلو سيمو ناوگۍ، چمرکند، ماموند، سلارزۍ،چارمنگ اؤ دپولې سره نزدې په کمنگره سيمو کې جوړې کړل شوي دي، هغه وويل چې دغه سيمې په ستراتيژيکي توگه مهمې دي، دهغه وينا وه نوې جوړې کړل شوې پوستې فعاله دي اؤ تربيه کړل شوي پوځيان پرې گمارل شوي دي.

هغه وويل دنوؤ پوستو جوړيدو سره به دپولې دپورې غاړې څخه دبريدونو اؤ پاکستان ته دجنگيالو دوراوړيدو مخه ونيول شي، پوستې فعاله دي اؤ پکې هررقم عصري وسلې موجودې دي، کرنل زمان وويل دنوؤ پوستو جوړيدو سره به امنيتي ځواکونه سيمه کې په شکمنو هلو ځلو په اسانۍ سره نظر ساتلى شي.

په تيرو وختونو کې دباجوړ ايجنسۍ په گډون بيلا بيلو سيمو کې دپورې پورې غاړې څخه دجنگيالو په وراوختو دپاکستان حکومت افغانستان ته احتجاج کړى اؤ افغانستان هم په دغسې پيښو کابل کې دپاکستان سفير غوښتى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG