لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې دپټهان کوټ هوائي اډې دحمله کوونکو خلاف گامونه واخلي،امريکا


 دگل په ورځ دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي وئيلي دي چې ”دپاکستان حکومت په دې اړه ډيره په زوره خبره کړې اؤ يقيناً دا زمونږ توقع ده چې هغوي به بيخي هم هاغسې گام واخلي لکه څنگه چې يې وئيلي دي اخلي به يې“
دگل په ورځ دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي وئيلي دي چې ”دپاکستان حکومت په دې اړه ډيره په زوره خبره کړې اؤ يقيناً دا زمونږ توقع ده چې هغوي به بيخي هم هاغسې گام واخلي لکه څنگه چې يې وئيلي دي اخلي به يې“

دامريکا دبهرنو چارو دوزارت وياند جان کربي وئيلي دي هيله ده چې پاکستان به دهندي پنجاب په پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې په هوائي اډه دحمله کوونکو په ضد گامونه اخلي.

په عين حال کې پاکستان وئيلي دي چې سيمه کې دترهه گرۍ په موثره انداز کې مخنيوي اؤ خاتمې لپاره دهندي حکومت لخوا په ورکړل شوؤ معلوماتو کار کوي.

دپاکستان خارجه دفتر يو بيان کې وئيلي دي چې دپاکستان حکومت دخپلو وعدو سره سم په دغه ستونزه نوي ډيلي سره پرله پسې رابطه کې دى.

بل لوري ته دپټهان کوټ په ائيربيس حمله کوونکى پينځم ترهه گر هم وژل شوى اؤ دهندي چارواکو وينا ده چې يو ترهه گر اوس هم هوائي اډه کې موجود دى کوم پورې رسيدو لپاره چې امنيتي ځواکونو عمليات دوامداره ساتلي دي.

دگل په ورځ دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي وئيلي دي چې دپاکستان حکومت په دې اړه ډيره په زوره خبره کړې اؤ يقيناً دا زمونږ توقع ده چې هغوي به بيخي هم هاغسې گام واخلي لکه څنگه چې يې وئيلي دي اخلي به يې

په ډاگه دې وي چې ديونائيټډ جهاد کونسل په نوم ډلې دهندي فضائيې په اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې، دغه دبيلا بيلو جنگيالو يوه ډله ده اؤ دهندي حکومت په ضد کشمير کې جنگيږي.

څيړونکي وائي دپټهان کوټ حملې سره دپاکستان اؤ هند ترمينځ اوس اوس مذاکراتو لپاره پيل کړل شوؤ هڅو ته په ممکنه توگه د زيان رسيدو انديښنه ده.

دڅلورو ورځو راهسې دهندي پنجاب پټهان کوټ ښار کې دهندي فضائيې مرکز کې روانه نښته کې ٧ هندي پوځيان اؤ څلور جنگيالي وژل شوي اؤ دهند پوځ وائي چې اوس هم ٢٠٠٠ؤ ايکړو باندې مشتملې دغه اډه کې دلټون اؤ صفايۍ کار روان دى.

دخارجه محکمې وياند جنوبي ايشياء کې ترهه گر يو شريک چيلنج گرځولى اؤ دسيمې ټولو هيوادونو څخه يې غوښتنه کړې ده چې دترهه گرو دنيټ ورکونو تالا ترغه کولو لپاره دې په گډه کار وکړي اؤ دپټهان کوټ ترهه گريزه حمله کې ککړ کسان دې دقانون منگول ته راکش کړي، هغه وويل دپاکستان حکومت دهندي فضائيې په اډه دشوي بريد غندنه کړې ده.

جان کربي وويل پاکستان ته دترهه گرو ډلې په نخښه کول پکار دي.

هغه وويل چې امريکا دزياتې مودې راهسې دپاکستان اؤ افغانستان اؤ هند اؤ پاکستان ترمينځ سيمو کې(دترهه گرو) دخوندي ځالو خبره کړې ده اؤ زياته کړې يې ده هغوي غواړي چې دترهه گرو موجودې ځالې پاکې کړل شي اؤ دې لړ کې دپاکستان حکومت سره رابطه کې دي.

کربي وويل هغه باور ورکول غواړي چې دپاکستان حکومت پخپله وئيلي اؤ منلې ده چې هغوي دترهه گريزو ډلو ترمينځ فرق نۀ کوي اؤ جگړه به دوامداره ساتي.

دهغه وينا وه چې دپاکستان اؤ هند ترمينځ داړيکو معمول ته راتلل دټولې سيمې دامنيت اؤ اقتصادي خوشحالۍ لپاره مهم دي.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دهند دايليټ نيشنل سيکورټي گارډ ميجر جنرل دشيانت سنگهـ وئيلي د چې په ائيربيس کې به عمليات تر هاغه وخته روان وي ترڅو چې ټولې برخې پاکې کړل شوي نۀ وي.

تيره ورځ دوه ځله داسې معلومه شوې وه چې دپټهان کوټ عمليات پاې ته رسيدلي خو وروستو ناڅاپي ائيربيس کې دډزو اؤ چاؤدنو غږونه واوريدل شول.

دپاکستان دخارجه دفتر وئيلي دي پاکستان سيمه کې دترهه گرۍ دخاتمې لپاره دهند حکومت سره په گډه کار کوي.

دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دژمنې ترمخه دستونزې هواري لپاره دپاکستان حکومت دهند حکومت سره مکمل رابطه کې دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG