لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني قانون سازانو لخوا دسعودي اؤ ايران ترمينځ په تاؤتريخوالي انديښنه


 ايران دسعودي په دغه گام نيوکه کړې اؤ وئيلي يې سعودي په سفارت خانه دحملې بهانه کوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالي ته هوا ورکوي.
ايران دسعودي په دغه گام نيوکه کړې اؤ وئيلي يې سعودي په سفارت خانه دحملې بهانه کوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالي ته هوا ورکوي.

پاکستاني قانون سازانو دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ په زياتيدونکي تاؤتريخوالي دانديښنې څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې ددغو دواړو سيمه ييزو طاقتونو ترمينځ ټکر دچا په گټه نۀ دى.

دسعودي عرب لخوا دشيعه عالم شيخ نمر النمر دتيزندي کولو وروستو دخالي په شپه ايراني مظاهرينو تهران کې دسعودي عرب په سفارت خانه حمله کړې وه چې له دې وروستو سعودي عرب داتوار په شپه تهران څخه خپل ټوله سفارتي عمله بيرته غوښتې وه اؤ خپل هيواد کې موجود دايران سفارت کارانو ته يې امر کړى ؤ چې سعودي عرب دې پريږدي.

ايران دسعودي په دغه گام نيوکه کړې اؤ وئيلي يې سعودي په سفارت خانه دحملې بهانه کوي اؤ سيمه کې تاؤتريخوالي ته هوا ورکوي.

دپاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر سعيد غني وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل په داسې حال کې چې اسلامي هيوادونو کې ترهه گريزې ډلې خوريږي دايران اؤ سعودي ترمينځ تاؤتريخوالى خطرناکه خبره ده.

هغه وويل سعودي عرب کې چې څه وشول هغه ښه عمل نۀ ؤ خو ددې په ردعمل کې چې څه وشول هغه هم ښه خبره نۀ ده.

پاکستان کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) سينئر مشر سينيټر راجه ظفرالحق وويل چې دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ دتاؤتريخوالي راکمولو لپاره اسلامي هيوادونو ته کردار ادا کول پکار دي.

دمتحده قومي موومنټ سينيټر طاهر مشهدي وويل امريکا ته هم دتاؤتريخوالي په راکمولو کې کردار ادا کول پکار دي اؤ ددې ترڅنگ بايد پاکستان هم بې پلوه پاتې شي اؤ دچا دملاتړ پرته کردار ادا کړي.

دپاکستان مختلفو برخو کې شيعه مسلمانانو دشيخ نمر دمرگ دسزا په ضد پرامنه مظاهرې کړي چې پکې په لويې شمير کې خلکو گډون کړى دى، دغو مظاهرينو دشيخ نمر عکسونه پورته کړي وؤ اؤ دسعودي عرب خلاف يې نعرې وهلي.

دپاکستان دبلوچستان سرښار کوئټه کې خواړشا ١٠٠٠ؤ کسانو حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې سعودي عرب سره دې پخپلو اړيکو نظرثاني وکړي.

دلاهور اؤ کراچۍ ترڅنگ اسلام اباد کې هم دغسې مظاهرې شوي دي.

بلخوا دپاکستان خارجه دفتر يو بيان کې دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ په اوسني تاؤتريخوالي انديښنه څرگنده کړې اړ وئيلي يې دي چې پاکستان دموجوده بحران پرامنه حل غواړي ځکه چې داسلامي هيوادونو ترمينځ داختلافونو گټه ترهه گرو ته رسيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG