لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د پينځه برطانوي جاسوسانو د وژلو ادعا کړې


د برطانيې خارجه وزير وئيلي چې هغويې په ويډيو خبر دي اود ويډيو جائزه اخلي .
د برطانيې خارجه وزير وئيلي چې هغويې په ويډيو خبر دي اود ويډيو جائزه اخلي .

د اتوار په ورځ يوه ويډيو خپره شوې چې پکې په مبينه توګه د داعش وسله والو لخوا د پينځه کسانو وژنه ښکاره کولی شي او د دويې په اړه ادعا کيږي چې دويې په شام کې د برطانېې دپاره جاسوسي کوله .

د لسو منټو (دقيقو) په دغه ويډيو کې ښکاره کړی شوي دغه کسان په مبينه توګه د پېسو اخيستو په عوض د شام په شمالي سيمه رقه کې د جاسوسۍ دپاره د فلمونو او عکسونو جوړولو اعتراف کړی دی .

رقه په سويلي شام کې د داعش ډلې لخوا د خپل جوړ خلافت مرکز دی .

په ويډيو کې دغه کسان په نارنجي رنګ جامو کې په زنګونانو کښېنول شوي او په پوځي وردۍ کې وسله په لاس پينځه پټ مخې کسان يې شاته ولاړ ليدل کيږي .

په وسله والو کې يو تن وايي چې دغه د مرګ سزا د برطانيي وزيراعظم ډېوډکېمرون دپاره يو پېغام د ی .

دغه وسله وال کس زياتوي چې " دا څومره د تعجب خبره ده چې مونږ ګورو ستا په شان يو غېر اهم مشر د داعش طاقت چېلنج کوي" . هغه وايي يوه ورځ به داعش ستاسو په ملک حمله اوکړي .

د برطانيې خارجه وزير وئيلي چې هغويې په ويډيو خبر دي اود ويډيو جائزه اخلي .

تُندروه ډلې داعش چې تېر کال د شام او عراق يوه لويه علاقه قبضه کړې او هلته يي خپل خود سره خلافت جوړ کړی دی ، له دې وړاندې يې هم يو شمېر غېرملکيان وژلي دي ، چې پکې د امريکې، جاپان او چين وګړي شامل دي .

امريکا او اتحاديان يې دغه تندروه ډله د نړۍ د امن دپاره خطره ګڼي او په ضد يي عمليات کوي . او روس هم د دغه ډلې په ضد د فضايي عملياتو کولو ادعا کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG