لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مزارشريف کې د هند قونصلګرۍسره  نزدې نښته لا اوس هم روانه ده


په دغه نښته کې د يو کس د ژوبلېدو خبر مخې ته راغلی دي . او په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .
په دغه نښته کې د يو کس د ژوبلېدو خبر مخې ته راغلی دي . او په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

افغان چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال کې پرتې صوبې بلخ په مرکزي ښار مزارشريف کې د هندقونصلګرۍ سره نزدې د شوي بريد نه پس د وسله والو او افغان ځواکونو ترمينځ نښته نن د ګل په ورځ هم روانه ده .

راپورونه وايي نامعلومه وسله والو تېره شپه )د اتوار په شپه) د هند په قونصلګرۍ د ورختلو هڅه کوله او په دغه مهال يې امنيتي ځواکونو سره نښته شوې، ډزې يې کړي او راکټې يې داغلي دي چې په نتيجه کې يې نزدې غونډه علاقه لړزولې ده .

د ځايي حکومت يو وياند وئيلي چې وسله والو د قونصلګرۍ د بلې خوا نه په يوه کوڅه کې د ودانۍ نه راکټ داغلی او د هغې نه پس د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته روانه ده .

په دغه نښته کې د يو کس د ژوبلېدو خبر مخې ته راغلی دي . او په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

افغانستان کې له دې وړاندې هم د هند قونصلګرۍ په هدف شوي دي ، د کال ۲۰۱۳م د اګست په مياشت کې د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې ننګرهار په مرکزي ښار جلال اباد کې د هند په قونصلګرۍ ځانمرګی موټري بريد شوی ؤ چې په نتيجه کې يې نهه کسان وژل شوي چې پکې اووه ماشومان شامل وو .

افغانستان کې د هند په قونصلګرۍ دغه تازه بريد په داسې مهال شوی چې تېره مياشت د هند وزيراعظم نريندر مودي د کابل په دوره ورغلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG