لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق: دداعش لخوا په پوځي اډه بريد کې ۱۲ عسکروژل شوي


عراق کې په يوه پوځي اډه باندې د تُندوره ډلې داعش سره تعلق لرونکو وسله والو بريد کړی چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۱۲ عسکر وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي .

چارواکو وئيلي دغه بريد د سني اکثريت والا ښار تکريت په لرې پرته علاقه کې موقعيت لروونکي کمېپ اسپيچر باندې شوی، کوم چې په تېر وخت کې په عراق کې د پوځ په استعمال کې پاتې شوی دی .

چارواکو وئيلي چې دوه خودکش حمله کوؤنکو د اتوار په ورځ د بارودو نه ډک ګاډی د پوځي اډې د غربي دروازې نه تمبولی دی .

د چاؤدنې نه پس نور درې حمله کوؤنکي د پوځي مرکز هغې برخې ته ورننوتي او ځانونو ته يې چاؤدنې ورکړي چرته چې عراقي پوليسو ته تربيت ورکول کېدو .

د حملې زمه واري داعش قبوله کړې ده ، او دغه ډلې په انټرنېټ جاري کړي يو پېغام کې وئيلي چې هدف يې په عراق کې شيعه پوځ ته تربيت ورکوؤنکي چارواکي وو .

عراق باندې د امريکايي حملې او صدام حسېن د حکومت ختمېدو نه پس عراق کې د شيعه او سني ترمينځ تاؤ تريخوالی زيات شوی او د دواړو خواؤ نه د يو بل وسله واله ملېشې په يو بل حملې کوي .

خو د سني تندروه ډلې داعش په شام او عراق کې د مخې ته راتلو نه پس د تشدد پېښې سېوا شوي دي ، او د دغه ډلې وسله وال زياتره د خپل اثر لاندې علاقو کې شيعه او نورې اقليتي ډلې د خپلو حملو هدف جوړوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG