لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې د يو شيعه عالم په ګډون ۴۷ کسان  اعدام کړی شوي


تېرکال په سعودي عرب کې ۱۵۷ مجرمانو د اعدام سزا ورکړی شوې وه ،
تېرکال په سعودي عرب کې ۱۵۷ مجرمانو د اعدام سزا ورکړی شوې وه ،

د سعودي عرب داخله وزارت وئيلي ، نن د خالي په ورځ د ترهګرۍ په تورونو کې مجرمان ګرځول شوي ۴۷ کسان اعدام کړی شوي دي .

داخله وزارت وئيلي په اعدام کړی شوؤ کې يو شيعه عالم شېخ نمر النمر هم شامل دی .

شېخ نمر په کال ۲۰۱۱م کې د شيعه ډلې لخوا د سعودي عرب په خيتزه سيمه کې د حکومت مخالفه مظاهرو مرکزي کردار ؤ ، شيعه اقليت ادعا کوي چې په سعودي کې دويې پسمانده ساتل کيږي او د نظرانداز کېدو شکايت کوي .

راپورونه وايي د شېخ نمر په اعدام کولو د سعودي عرب په خيتز کې د بدامنۍ اندېښنه پېدا کېدی شي .

د شېخ نمر په ګرفتارۍ هم سعودي عرب کې څو ورځې اړی ګړی جوړ شوی ؤ .

د سعودي عرب سرکاري خبري اداري (سعودي پريس ايجنسۍ) د وزارت داخله لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې په اعدام شوؤ کې ۴۵ د سعودي وګړي،د يو تعلق د کېنېډا او يو تعلق د مصر سره ؤ .

راپورونه وايي په اعدام شوؤ کې زياتره هغه مجرمان شامل ؤ چاته چې د کال ۲۰۰۳م نه تر ۲۰۰۶م پورې د القاعده لخوا د ترهګر بريدونو په جرم کې د مرګ سزا اورول شوې وه .

راپورونه وايي د شيعه عالم د مرګ په سزا ايران سعودي عرب ته خبرداری ورکړی ؤ ، که چرته شېخ نمر اعدام کړی شو نو سعودي عرب ته يې دروند قيمت ورکول ورپه غاړه شي .

په سعودي عرب کې اعدام يا تېزندي باندې عمل د سر قلم کولو په زريعه کولی شي .

او په دغو سزاګانو نظر لرونکو د بشري حقونو تنظيمونو د شمېرې ترمخه تېرکال په سعودي عرب کې ۱۵۷ مجرمانو د اعدام سزا ورکړی شوې وه ، کومه چې په تېرو دوه لسيزو کې تر ټولو زياته شمېره وه .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG