د افغانستان پلازمينه کابل کې د جمعې په ماښام يو بهرني ريسټورانټ باندې ځانمرګي بريد کوؤنکي د چاودېدونکو بارودي موادو ډک موټر ته چاؤدنه ورکړې چې په نتيجه کې يې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نورژوبل شوي دي .
د افغانستان د کورنو چارود وزارت وياند منلې ده چې دا ځانمرګی بريد ؤ ، او ځانمرګي د چاؤدېدونکو موادو ډک موټر ته د کابل ښار د قلعه فتح الله په سړک د يو ريسټورانټ مخې ته چاؤدنه ورکړې ده .
د پژواک خبري ادارې ترمخه پوليس وئيلي چې په دغه بريد کې د لي جارډن په نوم بهرنی (فرانسوي) ريسټورانټ په هدف شوی دی .
او د کابل پوليس مشر منلې بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي .
وسله والو طالبانو د دغه چاؤدنې زمه واري قبوله کړې او وئيلي يي دي وسله والو يي په بهرني ريسټورانټ ځانمرګي بريدونه کړي دي .
راپورونه وايي دغه بريد په داسې ځايې شوی چرته چې يو حکومتي مېلمستون هم موقعيت لري . او خواؤشا ورسره د خلکو د اوسېدو کورونه هم دي .
کابل کې د قلعه فتح الله په سړک باندې دغه بريد په داسې مهال شوی چې يوه ورځ وړاندې د کابل هوايي ډګر سره نزدې يو ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی او ۳۳ نور ژوبل شوي وو .طالبانو ددغه بريد زمه واري هم قبوله کړې وه .