لاس رسیدونکی لینک

2016م به دترهه گرۍ دخاتمې کال وي،جنرل راحيل


دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه جنرل راحيل شريف گوادر ته رسيدلى، هغه دتلار اؤ تربت دوره هم کړې ده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي هغه پوره باور لري چې کال ٢٠١٦م به دترهه گرۍ دخاتمې اؤ يو والي کال وي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه جنرل راحيل شريف گوادر ته رسيدلى، هغه دتلار اؤ تربت دوره هم کړې ده.

دخپلې دورې په مهال جنرل راحيل شريف بلوڅ مشرانو سره ليدنه کړې اؤ په دغه مهال يې وئيلي دي پوره باور لري چې ٢٠١٦م به دترهه گرۍ دخاتمې کال وي.

دپوځ سرلښکر وويل دقام په مرستې سره به دترهه گرۍ، جرمونو اؤ بدعنوانۍ ترمينځ رابطه قطع کولى اؤ دانصاف اؤ امن لپاره لاره هوارولى شي.

له دې وړاندې جنرل راحيل شريف دپوځي عدالتونو څخه دمرگ دسزا موندونکو ٩ؤ ترهه گرو دتيزندي کولو پخلى هم کړى دى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه پوځي عدالتونو دغو ترهه گرو ته دراولپينډۍ پريډ لين جومات، ائي ايس ائي هيډکوارټر ملتان، قانون نافذونکو ادارو باندې بريدونو، داولسي وگړو دتښتولو اؤ قتل په جرمونو کې په ککړتيا دتيزندۍ سزا اورولې وه.

دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې په عملياتو کې يې تر دې مهاله ٣٤٠٠ؤ پورې ترهه گر وژلي ، دهغوي په سلگونو ځالې يې تباه کړي اؤ دشمالي وزيرستان په ٩٠ فيصده برخه يې کنټرول ترلاسه کړى خو سيمې څخه اوس هم دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

په ١٦م دسمبر ٢٠١٤م پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پوځ قبائيلي سيمو کې خپلو عملياتو کې تر ډيره حده اضافه راوستې اؤ ددې ترڅنگ ددغه پيښې څخه راپديخوا پاکستان کې د٣٠٠ؤ څخه زيات کسان تيزندي کړل شوي خو تيزندي کړل شوي خو اکثرو کسانو ته دترهه گرۍ نۀ بلکې نورو جرمونو کې دمرگ سزا ورکړل شوې.

دبشري حقونو ډلې، اروپائي اتحاديه اؤ ملگري ملتونه پاکستان څخه دمرگ په سزا دبنديز لگولو غوښتنې کوي خو دوزيراعظم نوازشريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG