لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې دنوي کال دستورې


 دپاکستان په پيښور، کراچۍ، لاهور اؤ نورو ښارونو کې هم خلکو نوي کال ته هرکلى وئيلى اؤ خوشحالي يې پرې څرگنده کړې.
دپاکستان په پيښور، کراچۍ، لاهور اؤ نورو ښارونو کې هم خلکو نوي کال ته هرکلى وئيلى اؤ خوشحالي يې پرې څرگنده کړې.

ټوله نړۍ کې کال ٢٠١٦م ته هرکلى وئيل کيږي اؤ په دې موقع دلويو دستورو تابيا شوې خو ددې ترڅنگ دترهه گرۍ دممکنه خطرو په نظر کې نيولو سره سخت حفاظتي گامونه هم نيول شوي اؤ په ځينو ځائيونو کې دنوي کال روايتي دستورې منسوخ کړل شوي هم دي.

دپاکستان په پيښور، کراچۍ، لاهور اؤ نورو ښارونو کې هم خلکو نوي کال ته هرکلى وئيلى اؤ خوشحالي يې پرې څرگنده کړې.

دامريکا دنيويارک ښار مشهور ټائمز سکول کې دلسکو لکو څخه دزياتو خلکو موجودگۍ کې نوي کال ته هرکلى وئيل شوى اؤ دشپې دولس بجې ټوله سيمه په رنگونو اؤ رڼاگانو ښکلې کړل شوې.

دجرمني ميونخ ښار کې پوليسو دترهه گرۍ دممکنه خطرې په نظر کې نيولو سره دوه ريلوى سټيشنې تړلي اؤ خلکو ته يې دگڼې گوڼې ځايې ته په ورټوليدو خبردارى ورکړى.

دروس په ماسکو کې مشهور ريډاسکوئير هم تړل شوى، په روايتي توگه دغلته نوي کال ته هرکلى وئيل کيږي.

که هر څو دريډسکوئير دبنديدو په اړه په سرکاري کچه څه نۀ دي وئيل شوي خو په ظاهره دا اکتوبر کې مصر کې دروسي مسافرو الوتکې درانسکوريدو دپيښې څخه وروستو دحفاظتي انتظاماتو برخه معلوميږي، روس شام کې هم دتندلارو په ضد کارروايۍ پيل کړي.

دانډونيشياء ښار جکارتا کې دترهه گرۍ دممکنه خطرې په نظر کې نيولو سره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

داروپائي هيواد بيلجيم پلازمينه برسلز کې دنوي کال دستورې منسوخ کړل شوي، دښار مئير وئيلي دپټاخو خلاصولو مرکزي دستورې ليدلو لپاره دورتلونکو زرگونو کسانو جاج اخستل تقريباً ناممکن دي.

دبرسلز دپوليسو ترمخه نومبر کې پيرس کې دشوې ترهه گرۍ دپيښې په شک کې لسم تن هم نيول شوى اؤ شپږ نور دنوي کال دستورو کې دترهه گرۍ دشکمنې منصوبه بندۍ په تور دشک په اساس نيول شوي.

پيرس کې په روايتي توگه دآتشبازۍ په ذريعه نوي کال ته هرکلى نۀ دى وئيل شوى خو په په محراب فتح خلک راټول شوي اؤ نوي کال ته يې هرکلى وئيلى.

صدر فرانسوا اولاند دنوي کال په اړه خپل پيغام کې وئيلي فرانس لا دترهه گرۍ مقابله کوي اؤ دترهه گرۍ سخته خطره اوس هم موجوده ده.

برطانيه کې لندن اؤ اينډنبرگ کې دغوره اتشبازۍ له لارې خلکو نوي کال ته هرکلى وئيلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG