لاس رسیدونکی لینک

دجنرل راحيل لخوا د٩ؤ ترهه گرو دمرگ دسزا پخلى


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه پوځي عدالتونو دغو ترهه گرو ته دراولپينډۍ پريډ لين جومات، ائي ايس ائي هيډکوارټر ملتان، قانون نافذونکو ادارو باندې بريدونو، داولسي وگړو دتښتولو اؤ قتل په جرمونو کې په ککړتيا دتيزندۍ سزا اورولې وه.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ٩ؤ ترهه گرو ته دپوځي عدالتونو څخه دمرگ دسزا دورکولو پخلى کړى دى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه پوځي عدالتونو دغو ترهه گرو ته دراولپينډۍ پريډ لين جومات، ائي ايس ائي هيډکوارټر ملتان، قانون نافذونکو ادارو باندې بريدونو، داولسي وگړو دتښتولو اؤ قتل په جرمونو کې په ککړتيا دتيزندۍ سزا اورولې وه.

دکومو مجرمانو دمرگ دسزا پخلى چې شوى په هغوي کې محمد غوري، عبدالقيوم، محمد عمران، اقسن محبوب، عبدالرؤوف گجر، محمد هاشم، سليمان، شفقت فاروقي اؤ محمد فرحان شامل دي.

دپوځي بيان ترمخه ددغو کسانو تعلق دتندروه ډلو تحريک طالبان، القاعده، حرکت الجهاد الاسلامي اؤ کالعدم سپاه صحابه پشان ډلو سره دى.

بيان کې وئيل شوي دي چې محمد غوري دتحريک طالبان پاکستان فعاله غړى اؤ دميډيا سيل انچارج ؤ.

محمد غوري پينډۍ کې دپريډ لين سيمه کې په يو جومات ترسره شوي بريد کې ککړ ؤ، دغه بريد کې ٣٨ کسان وژل شوي اؤ ٥٧ ژوبل شوي وؤ.

دبيان ترمخه محمد غوري دمجسټريټ عدالت کې دجرم اعتراف کړى ؤ اؤ دهغه په ضد دڅلورو جرمونو لاندې مقدمه درج کړل شوې اؤ وروستو ورته دمرگ سزا اورول شوې ده.

دعبدالقيوم تعلق دحرکت الجهاد اسلامي سره ښودل شوى اؤ هغه ملتان کې دانټلي جنس ادارې ائي ايس ائي په هيډکوارټر بريد کې دککړتيا په تور دمرگ سزا اورول شوې، دغه بريد کې ٧ کسان وژل شوي اؤ ٧٢ نور ژوبل شوي وؤ.

اکسن محبوب دالقاعده فعاله غړى بلل شوى اؤ وئيل شوي چې په قانون نافذونکو ادارو بريدونو کې ککړ ؤ اؤ گڼ شمير عسکر يې وژلي اؤ ژوبل کړي وؤ ، هغه خپل دغه جرم دمجسټريټ دعدالت په وړاندې منلى، په هغه دڅلورو جرمونو لاندې مقدمه چلول شوې اؤ دمرگ سزا ورته اورول شوې ده.

عبدالروف نومې تن دڅلورو کسانو دهدفي وژنې کې دککړتيا له امله مجرم گرځول شوى، ددغو وژل شوؤ کسانو پيژندگلو دسيد شاکر علي، رضوي، سيد وقار حيدر، سيد ارشد علي اؤ غلام مصطفي په نومونو سره شوې ده.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاکستان کې دمرگ دسزا څخه بنديزپورته کړل شوى اؤ په ترهه گرو دمقدمو چليدلو لپاره ددوؤ کلونو مودې پورې پوځي عدالتونه جوړ شوي اؤ دې مقصد لپاره ائين کې بدلونونه شوي دي.

دبشري حقونو دډلو لخوا هيواد کې دعامو عدالتونو اؤ ترهه گرۍ دځانگړو عدالتونو په موجودگۍ کې دپوځي عدالتونو په جوړولو انديښنې څرگندې کړل شوي اؤ دې لړ کې دانصاف دتقاضو دپوره کيدو په اړه دتحفظاتو څرگندونه شوې خو پوځ دعوه کوي چې ټولو ملزمانو ته دمقدمو دچليدو په مهال دوکيل ،دفاع اؤ اپيل حق ورکړل کيږي.

XS
SM
MD
LG