لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان :ځانمرګي بريد کې دمړو شمير ٢٦ؤ ته رسيدلى


 په عين حال کې پوليسو دمردان بيلا بيلو سيمو کې چاپې وهلي اؤ په لسگونو شکمن کسان يې نيولي دي، ددې ترڅنگ دخودکش حمله کوونکي دبدن غړي دډي اين اى ټيسټ لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي محکمې ته سپارل شوي دي.
په عين حال کې پوليسو دمردان بيلا بيلو سيمو کې چاپې وهلي اؤ په لسگونو شکمن کسان يې نيولي دي، ددې ترڅنگ دخودکش حمله کوونکي دبدن غړي دډي اين اى ټيسټ لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي محکمې ته سپارل شوي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مردان ښارکې تيره ورځ دنادرا په دفتر شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٢٦ؤ ته رسيدلې ده اؤ ژوبل شوؤ ٤٠ؤ څخه زياتو کسانو کې اوس هم دځينو هسپتالونو کې علاج روان دى.

په عين حال کې پوليسو دمردان بيلا بيلو سيمو کې چاپې وهلي اؤ په لسگونو شکمن کسان يې نيولي دي، ددې ترڅنگ دخودکش حمله کوونکي دبدن غړي دډي اين اى ټيسټ لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي محکمې ته سپارل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دکوائفو داندراج کوونکې قومي ادارې نادرا په کوم دفتر چې خودکش حمله شوې هلته داطمينان وړ امنيتي انتظامات نۀ وؤ شوي.

دکالعدم تحريک طالبان پاکستان څخه بيلې شوې يوې ډلې جماعت الاحرار مردان کې دشوې خودکش حملې دذمه وارۍ قبلولو دعوه کړې وه خو دتحريک طالبان يو وياند خپل يو بيان کې ددغه خودکش حملې سره دلاتعلقۍ څرگندونه کړې.

په عين حال کې امريکا مردان کې دشوي ځانمرگي بريد غندنه کړې، دامريکا دخارجه وزارت وياند مارک ټونر وئيلي دي چې امريکا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستاني اولس اؤ حکوومت سره ولاړه ده.

له دې وړاندې اسلام اباد کې امريکائي سفير ډيوډ هيل هم يو بيان کې مردان کې دنادرا په دفتر دشوې خودکش حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې وؤ دغه بريد ددې خبرې غمازي کوي چې ترهه گر دانساني ژند هيڅ لحاظ نۀ کوي.

څيړونکي وائي دپاکستاني پوځ لخوا عملياتو کې دچټکتيا وروستو پاکستان کې دترهه گرۍ پيښو کې ښکاره کمى راغلى خو مردان کې شوې دغه خودکش حمله سږکال دترهه گرۍ دلويو کارروائيو څخه يوه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG