راپورونه وايي د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په کوهاټ جېل کې د پوځي عدالتونو لخوا د مرګ سزاوار څلور ترهګر نن د نهې په سحر تيزندي کړل شوي دي .
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د پوځي عدالتونونه د سزاوار شوؤ دغو څلورو کسانو په بلېک وارنټ د روانې مياشتې په سر کې دستخط کړی ؤ . دغه څلور واړه کسان نورسعيدعرف حافظ صېب، مرادخان، عنايت الله او اسرارالدين عرف ابولياس نومېدل .
او د پوځي مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار وئيلي ؤ چې دغو څلورو واړو کسانو ته د وژنو(حلالو) ځانمرګوبريدونو، تاوان دپاره تښتؤنو او ترهګر تنظيمونو ته د مالي مرستو ورکولو په جرم کې د تېزندۍ سزا اورول شوې ده .
د روانې مياشتې په دويمه نېټه هم د کوهاټ په جېل کې ارمي پبلک سکول باندې بريد کې ککړ څلور ترهګر تېزندي کړل شوي وو ، په ملک کې د پوځي عدالتونو جوړېدو نه پس دغه لمړۍ سزا وه چې د پوځ سرلښکر يې په بلېک وارنټ باندې دستخط کړی ؤ .
پېښور کې تېر کال په ۱۶دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو د بريد نه پس په ملک کې پوځي عدالتونه قائم کړی شوي وو ، ارمي پبلک سکول باندې بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول ماشومان وو .
په ملک کې د پوځي عدالتونوجوړولو دپاره د ۲۱م ائيني بدلون لاندې په پوځي اېکټ کې ترميم شوی او پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو .