لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اچين: فضايي بمبارۍ کې داعش ته غټه مرګ ژوبله اوختې


اچين د ننګرهار هغه ضلع ده چرته چې نهه مياشتې وړاندې  په لمړي ځل داعش ډله ښکاره شوې وه
اچين د ننګرهار هغه ضلع ده چرته چې نهه مياشتې وړاندې  په لمړي ځل داعش ډله ښکاره شوې وه

د افغانستان په ختيز کې پرتې صوبې ننګرهار په اچين ولسوالۍ (ضلع)کې افغان ځواکونو د داعش وسله وال په هدف کړي او چارواکو وئيلي په تېرو دوه ورځو کې د دغه ډلې ۶۸ وسله وال وژل شوي دي .

په اچين کې د ملي اردو وياند محمدنعمان هاتفي وايس اف امريکا ته وئيلي دغه فضايي عمليات چې د نرګس،عبدالخېلو، باندر او کندرو په سيمو کې ترسره شوي يواځې په يو مرکز بريد کې د داعش ۳۸ وسله وال وژل شوي دي .

نوموړي وئيلي په بمبارۍ کې د داعش په غټه کچه وسلې هم تباه کړی شوي دي .

د ننګرهار د ګورنروياند عطاالله خوګياڼي وئيلي د افغان پوځ هيلي کاپټرو په دغو کاميابو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوختې . او د ضلعې مشر غالب مجاهد وئيلي چې د دغه ضلعې په لرې پرتو سيمو کې سخته بمباري روانه ده .

غالب وئيلي بمبارۍ کې د اوختې مرګ ژوبلې کره شمېره مخې ته نه ده راغلې خوعملياتو کې دداعش مرکزونه په هدف شوي دي .

اچين د ننګرهار هغه ضلع ده چرته چې نهه مياشتې وړاندې په لمړي ځل داعش ډله ښکاره شوې وه او راپورونه وايي د ضلعې ځينې علاقې اوس هم د دغه ډلې د وسله والو په ولقه کې دي .

اچين کې يوه ورځ وړاندې د افغان پارليمان د مرستيال سپيکر ظاهرقدير ځايي ملېشې د داعش د څلورو غړو نه سرونه غوڅ کړي وو ،د چارواکو په وينا د داعش وسله والو څو ورځې وړاندې د ظاهر قديرد ملېشې غړي تښتؤلي او د څلورو نه يې سرونه پرې کړي او په سړک دپاسه يې نندارې ته اېښودي وو .

په اچين کې په لمړي ځل د داعش د وسله والو سرونه غوڅ کړی شوي او د سړک په غاړه بيا نندارې ته اېښودل شوي دي . چارواکو وئيلي د دواړو خواؤ نه يو بل سره د مړو د تبادلې خبرې هم روانې دي خو تراوسه يې لا نتيجه مخې ته نه ده راغلې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG