لاس رسیدونکی لینک

 عراقي ځواکونه د رمادي نه د داعش ويستو په اخري پړاؤ کې دي


د عراق پوځي چارواکو وئيلي دويې د ښار د مکملې قبضې او فتحه کولو نه د څو ساعتو يا په ډېره فاصله لري دي ،

د عراق پوځي کمانډرانو وئيلي د رمادي ښار مرکزي حکومتي کمپاؤنډ يې په ولقه کې اخيستی او انجينيران هغه ماينونه پاکوي کوم چې د داعش وسله والو د تېښتې په مهال ښخ کړي او شاته يې پرېښودي دي .

د اتوار په ورځ ناوخته د عراق پوځي چارواکو وئيلي دويې د ښار د مکملې قبضې او فتحه کولو نه د څو ساعتو يا په ډېره فاصله لري دي ، کمانډرانو وئيلي چې د داعش وسله وال اوس هم د ښار په څلورو کې په يوه برخه قابض دي او جګړه روانه ده .

راپورونه وايي د پلازمينې بغداد نه لوئيديز پله په ۱۰۰ کلوميټر لرې پروت ښار رمادي کې دا لا نه ده معلومه چې څومره عام ملکي وګړي پاتې دي .

خو عراقي وياند وړاندې وئيلي ؤ چې زياتره ملکي وګړو په يو روغتون کې پناه اخيستې ده .

بل لور ته د اتوار په ورځ جګړه کې د مرګ ژوبلو کره خبر مخې ته نه دی راغلی ولې په بغداد کې طبي سرچينو د فرانس خبري ادارې ته وئيلي چې يواځې د اتوار په ورځ د عراقي پوځ ۹۰ ژوبل عسکر روغتونونو ته وړل شوي دي .

رمادي ښار چې د مئ په مياشت کې داعش نيولی ؤ ، د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا د هوايي بمبار په ملاتړ عراقي ځواکونو د تېرو څو اوونو راهسې په روانه جګړه کې د ښار منځ پله پرمختګ کړی دی .

د عراق پوځ وئيلي چې حکومت ځواکونه توقع لري چې په راتلونکو څو ورځو کې به ښار په مکمله توګه په قبضه کې واخلي .

امريکايي پوځ وئيلي چې په تېرو څو اوونو کې يې په داعش ۲۹ حملې کړي دي او زيات اهداف د اتوار په ورځ په نښه کړی شوي دي .

چارواکو وئيلي چې د خالي په ورځ فضائي بريدونو کې د داعش د جنګيالو ګاډي او د خودکش ګاډو جوړؤنکو کمپنۍ او د لرې نه ويشتونکو ځايونه په هدف کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG