لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلم ليګ(ن) حکومت نېشنل اېکشن پلان د سياسي انتقام دپاره کاروي، بلاول


بلاول پوښتنه اوکړه چې د نېشنل اېکشن پلان لاندې کوم غټ ترهګر نيول شوی دی .
بلاول پوښتنه اوکړه چې د نېشنل اېکشن پلان لاندې کوم غټ ترهګر نيول شوی دی .

د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې په مرکزي حکومت تور لګولی چې د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې (نېشنل اېکشن پلان) لاندې سياسي مخالفين په هدف کوي .

د سندهـ صوبې په ګړهي خدابخش سيمه کې د خپلې مور او پخوانۍ وزيراعظمې بېنظيربهټو د اتم تلين په مهال راجوړې دستورې ته په وينا کې په مرکزي حکومت سختې نيوکې اوکړي او وي وئيل مرکزي حکومت د ترهګرۍ په ضد جوړه قامي تګ لاره د سياسي مخالفينو او صوبو په ضد کاروي .

هغه ووئيل " دا هغه نېشنل اېکشن پلان نه دی پاتې په کوم چې ټولې پارټۍ صلاح شوې وې دا (ن) ليګ اېکشن پلان جوړ شوی چې د لارې يې سياسي مخالفين په هدف کولی شي" .

بلاول ووئيل چې مونږ د نېشنل اېکشن پلان پوره ملاتړ کوؤ خو اولس پوښتنه کوي چې د نېشنل اېکشن پلان لاندې به د صوبو په ضد سازش کله ختمولی شي .

هغه زياته کړه چې نېشنل اېکشن پلان دې وغزول شي او د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لارې د نګرانۍ يا څارنې دپاره دې پارليماني سيکيورټي کميټي جوړه کړی شي .

نوموړي پوښتنه اوکړه چې د نېشنل اېکشن پلان لاندې کوم غټ ترهګر نيول شوی دی .

هغه مرکزي حکومت ته په اشاره کولو دا هم ووئيل چې تاسو د ترهګرو سره خبرې کولې او مونږ يې مخالفت کولو، او مونږ (پيپلزپارټۍ) کله هم د دويې دپاره نرمه رويه نه ده ساتلې .

هغه ووئيل يواځې پيپلزپارټۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ کې قربانۍ ورکړي دي او پيپلزپارټي د هدفي وژنو ښکار شوې ده ، نوموړي په دغه مهال د پنجاب صوبې د وژل شوي ګورنر سلمان تاثير، شهبازبهټي او بېنظيربهټو ترڅنګ د زوالفقارعلي بهټو د عدالتي وژنې يادګېرنه هم اوکړه .

بلاول بهټو د مسلم ليګ (ن) ډلې په حکومت د پي ائي ای او سټيل ميل د پرائيوټ کولو په خبره هم نيوکې اوکړې ، او ويي وئيل د اولس معاشي قتل عام دې بند کړی شي .

هغه ووئيل په ملک کې هغه جمهوريت نه دی پاتې د کوم دپاره چې دهغه مور د ژوند قرباني ورکړې وه .

له دې وړاندې د سندهـ صوبې اعلی وزيرقائم علي شاه هم دغې دستورې په وينا کې د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان باندې نيوکې کړي او وئيلي يې دي چې په يواځې سر يو سړی د سندهـ اسمبلۍ په قرارداد نه شي تېرېدی .

هغه وئيلي چې په ملک کې جمهوريت او پارليماني نظام غواړو د يو سړي د فېصلو نظام په ملک کې نه شو پرېښودی . هغه وئيلي چوهدري نثار او دوستان يې سندهـ صوبه قابو کول غواړي خو نوموړي ووئيل د صوبې احتيار به چاله په لاس کې ور نه کړي .

قائم علي شاه دغه خبرې په داسې مهال کړي چې د سندهـ صوبې او مرکزي حکومت ترمينځ رېنجرو ته په کراچۍ کې د احتياراتو ورکولوپه سر اړيکې ترينګلې دي .

د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد د بلاول بهټو زرداري لخوا لګېدلي تورونه رد کړي او دغه تاثر يې رد کړی دی چې ګنې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره د سياسي مخالفينو په ضد استعماليږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG