د پاکستان کرکټ ټيم د تکړه اسپنربالر ياسر شاه د ډوپ ټېسټ مثبت راتلو نه پس د کرکټ نړيوال تنظيم (ائي سي سي) هغه عبوري (کچه) معطل کړی دی .
د ائي سي سي ترمخه د ياسرشاه ډوپ تېسټ په ۱۳م نومبر شوی ؤ او په هغې کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې ياسرشاه کلورټاليډون نومې دوايي خوړلې په کومه کې چې شامل عناصر د واډا قانون ترمخه ممنوع ده .
د ياسر شاه په ټيسټ کې معلوم شوی عنصر د توان زياتولو دپاره د ممنوع دوايانو د مخنيوي دپاره جوړې ادارې واډا په فهرست کې شامل دی .
دا چې ډوپ ټيسټ څه شی دی او د يو لوبغاړي ډوپ ټېسټ کله کيږي ؟ پوهان وايي هر هغه دوايي چې يو لوبغاړی يې د خپل توان زياتولو يا ارام راتلو دپاره وخوري او په هغې کې کوم نشه يي مواد شامل وي ، د دغه څيزمعلوملو دپاره د وينې د اخيستل شوؤ نمونو ټېسټ ته ډوپ ټېسټ وئيل کيږي .
دويم دا چې د واډا د قانون ترمخه د يو لوبغاړي هر وخت ډوپ ټېسټ کېدی شي ، او په خصوصي توګه د يو لوبغاړي ډوپ زياتره هغه وخت کيږي چې کله هغه د ډېرې ښې کارکردګۍ مظاهره اوکړي .
د ياسرشاه ډوپ ټېسټ هغه وخت شوی ؤ چې کله په دوبۍ کې د پاکستان او انګلېنډ ترمينځ د ټيسټ مېچونوسيريز روان ؤ نوموړي په لمړي ټېسټ کې د زخمې کېدو په وجه نه ؤلوبېدلی او په دوه نورو مېچونو کې يې ۱۵وکټې اخيستې وې .
راپورونه وايي دا لا نه ده معلومه چې د ياسر شاه ډوپ ټيسټ په کوم څيز مثبت معلوم شوی او کومه دوايي يې خوړلې، ايا دا کار يې په لاعلمۍ او کنه بيا سره د پوهې کړی دی .
د ائي سي سي لخوا د ياسرشاه د کچه معطلۍ نه پس هغه نه شي کولی چې په کوم نړيوال يا قامي کرکټ بورډ لاندې په مقابلو کې برخه واخلي .
راپورونه وايي د ياسرشاه د ډوپ ټېسټ تفصيل لا مخې ته نه دی راغلی ، او نوموړی د دغه ټيسټ د بيا نمونو ورکولو ترڅنګ د تازه مخې ته راغلې فېصلې په ضد اپيل کولی شي .
که چرته د ياسر شاه د دويم ځل ټېسټ پاک راشي نو د هغه نه به په فوري توګه دغه معطلي ختمه شي . او کنه بيا د دغه ټېسټ مثبت راتلو په صورت کې هغه د کرکټ نه کولو په شکل کې د څو کالو دپاره د سزا ښکار کېدی شي .
د خېبرپښتونخوا صوبې د صوابۍ سيمې سره تعلق لرونکی ۲۹ کلن ياسرشاه په لږه موده کې د کرکټ په دنيا کې په وتلو اسپنرانو کې شماريږي ، نوموړي تراوسه پورې په ۱۲ټېسټ مېچونو کې ۷۶ او په ۱۵ يو ورځنو مېچونو کې ۱۸ وکټې اخيستې دي .
ياسرشاه د پاکستان قامي کرکټ ټيم د تکړه سپېنر سعيداجمل نه پس ټيم ته راغلی او په ښه کارکردګۍ يې ځانله نوم جوړ کړی دی ، د نوموړي په ښه کارکردګۍ د اسټريليا پخواني ياد سپېنر شېن وارن د هغه ستائينه کړې او وئيلي يي ؤ امکان دی چې ياسرشاه د نړۍ غوره ليګ اسپنر وګرځي .
د ياسرشاه ډوپ ټېسټ چې مثبت راغلی په دغه ټېسټ او ممنوعه دوايانو خوړلو کې له دې وړاندې د نړۍ د نورو لوبغاړو سره د پاکستان کهلاړيان هم د بندېزونو ښکار شوي دي ، چې پکې تېز بالر شعېب اختر، محمداصف او عبدالرحمان شامل دي . شعېب اختر دوه کاله او محمداصف يو کال د کرکټ نه کولو سزا تېره کړې ده .