لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغدادي وئيلي داعش سم کار کوي


په ريکارډ پېغام کې فضايي حملو ته ناکامه وئيل شوي او د سعودي عرب په ضد د راپاسېدو پېغام ورکړی شوی دی .
په ريکارډ پېغام کې فضايي حملو ته ناکامه وئيل شوي او د سعودي عرب په ضد د راپاسېدو پېغام ورکړی شوی دی .

دولت اسلامي (داعش) ډلې د خپل مشر لخوايو پېغام جاري کړی چې پکې دغه خپل سره جوړ مشر وايي "خلافت" سم کار کوي او دا چې د روس او امريکې په مشرۍ د اتحاد فضايي حملې د دغه ډلې په کمزوري کولو کې ناکامه دي .

په غږيز پېغام کې وئيل شوي چې دا د ابوبکرالبغدادي لخوا ورکړی شوی دی .

پېغام کې وئيل شوي تاسو دې باوري يئ چې خدايي تعالی هغه څوک کاميابوي څوک چې د هغه عبادت کوي او ښه خبر دا واورئ چې دولت اسلامي ډله نور ښه کار کوي او چې په ضد يې جنګ څومره تيزيږي دومره دا پاکه او سخته جوړيږي .

په ټويټر باندې د خالي په ورځ جاري شوي د دغه ۲۴منټو پېغام د پخلي په اړه څه نه شي وئيل کېدی ، په دغه اکاؤنټ له دې وړاندې هم د داعش بيانونه خپاره شوي چې پخلی يې نه کيږي .

په دغه پېغام کې د داعش په ضد د سعودي عرب لخوا د مسلمان ملکونو په اتحاد جوړولو هم نيوکې شوي دي .

پېغام کې وئيل شوي " که چرته دا اسلامي اتحاد وي نو دويې ته د خپلو يهودي او صليبي جنګونو نه د ازادۍ اعلان پکار ؤ او د يهوديانو وژنې او د فلسطينيانو ازادي يې خپل هدف ګرځول پکار ؤ " .

د فرانس خبري اداري ای اېف پي په خپل خبر کې وئيلي چې پېغام ورکوؤنکي په سعودي عرب کې د بغاوت کولو او د اسرائيل په ضد د حملې کولو ژمنه کړې ده .

هغه د سعودي عرب د وګړو نه غوښتنه کړې چې د ظالمانو خلاف راپاسي او شام، عراق او يمن کې د خپلو خلکو بدل واخلي .

بغدادي په خپلو پېغامونو کې د سعودي په بادشاهت د حملو کولو خبره کوي او خپل وروستي پېغام کې بغدادي د سعودي عرب په واکمنو تور لګولی ؤ چې هغه د غربي مشرانو د خوشحالولو دپاره يمن کې د شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي حملې کوي .

او اخرني پېغام کې وينا کوؤنکي په اسرائيل د حملې وعده کړې وه او وئيلي يي ؤ چې داعش يو ساعت له هم فلسطينيان نه دي هېر کړي .

هغه وئيلي ډېر زر که خدايي وغواړي نو تاسو به د مجاهدينو د قدمونو اواز واورئ مونږ ورځ تر ورځه تاسو ته نزدې کيږو .

ای اېف پي وئيلي داسي معلوميږي چې د ريکارډنګ سره په نورو ژبو کې د ترجمې سهولت نشته ، او د بغدادي په نورو غږيزو پېغامونو کې به داسې کېدل .

دغه سني تُندوره ډله د عراق او شام په يوه غټه علاقه قابظه ده خو په ورستيو کې د سخت پوځي دباؤ ښکار ده .

د شام کُردانو او عرب ياغي ډلو چا ته چې د امريکا په مشرۍ د اتحاد د جنګي الوتکو ملاتړ حاصل دی د خالي په ورځ يې وئيلي چې په شام کې يې د داعش نه يو ډېم واپس اخيستی، او دريايي فُرات لخوا تُندروؤ ته د رسېدونکي کومک لار يې کټ کړې ده.

په عراق کې سرکاري پوځ د رمادي ښار لخوا د داعش قبضه خالي کړې ده .

وئيل کيږي بغدادي د مئ په مياشت کې انټرنېټ باندې خپل وروستی پېغام جاري کړی ؤ ، خو وروستو څو ځله داسې خبرونه مخې ته راغلي چې هغه په جګړه کې ژوبل يا وژل شوی دی خو دغه خبرونه سم نه معلوميږي .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG