لاس رسیدونکی لینک

اسټريليا:ځنگل کې داور لگيدو له امله ١٠٠ؤ څخه زيات کورونه سوځيدلي


دوکټوريه رياست دښکلو منظرونو لويې لار گريټ اوشن روډ سره نزدې برخو کې په لگيدلي اور قابو موندلو لپاره ١٥٠ فائر فاټرې مصروف دي.

اسټريليا کې دکرسمس په ورځ دسيلگرو يوه مشهوره سيمه کې ځنگل کې داور لگيدو له امله د١٠٠ؤ څخه زيات کورونه سوځيدلي اؤ ايره شوي دي، دخالي په ورځ هم په اور قابو نۀ ده موندل شوې اؤ چارواکي وائي چې دگرمۍ دموسم په وجه داور دنور خوريدو امکان هم دى.

دوکټوريه رياست دښکلو منظرونو لويې لار گريټ اوشن روډ سره نزدې برخو کې په لگيدلي اور قابو موندلو لپاره ١٥٠ فائر فاټرې مصروف دي.

چارواکي وائي چې دميلبورن څخه ١٢٠ کلو ميټره لرې جنوب لويديز کې موقعيت لرونکو سيمو کې داور په وجه د١٠٠ؤ څخه زيات کورونه تباه شوي دي.

امدادي چارواکي وائي دگريټ اوشن روډ سيمه اؤ دوکټوريه رياست نورو برخو کې هوا کې اوچوالي په وجه داور دنور خوريدو امکان دى.

گريټ اوشن روډ اسټريليا کې دسيلگرۍ دمشهورو مقاماتو څخه يو دى، ددې اړخونو ته زيات ښکلي منظرونه موجود دي، دخالي په ورځ دغه لاره دټريفک لپاره تړلې وه خو په عمومي توگه دکال په دې ورځو کې دا زياته مصروفه وي.

تباه شوؤ ځينو کورونو کې خلک درخصتو نمانځلو لپاره ورغلي وؤ، چارواکو وئيلي دي چې دکومو خلکو کورونه چې تباه شوي هغوي لپاره مالي مرستې جاري کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG