لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې د مخالفه ډلې مهم مشر وژل شوی


فضايي عملياتو کې د دغه ډلې ځينې نور سينئيرمشران هم وژل شوي دي .
فضايي عملياتو کې د دغه ډلې ځينې نور سينئيرمشران هم وژل شوي دي .

په شام کې د ياغيانو د يوې طاقتورې ډلې مشر د دمشق په ختيز کې يوه فضايي کارروايۍ کې وژل شوی دی .

د شام حکومت او ياغيانو وئيلي چې د جمعې په ورځ د دمشق په ختيزه سيمه کې د ارمي اف اسلام (جېش اسلامي) نومې ډلې باني مشر ضارون علوش د دغه ډلې په مرکز شوې بمبارۍ کې وژل شوی دی .

د ضارون وژنه د صدربشارالاسد په ضد شام کې عمليات کوؤنکې مخالفه ډلې دپاره غټه ضربه ده ، او په خصوصي توګه په داسې مهال چې د ۲۰۱۶م کال په لمړو کې شام کې د امن مذاکرات کېدونکي دي .

فضايي عملياتو کې د دغه ډلې ځينې نور سينئيرمشران هم وژل شوي دي .

دغه وژنې په داسې مهال رامنځته شوي دي چې څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې يو قرارداد منظور کړی شوی چې پکې د شام د مسلې د حل دپاره د امن عمل ملاتړ شوی دی .

د امن په دغه عمل کې به د ارمي اف اسلام نومې ډلې هم ګډون کولو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG