لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې بيا زلزله شوې


خلکو ته وئيل شوي چې د زلزلې د افټرشاکس يا وروستو راتلونکو جټکو د خطرې په مهال دې احتياط کوي .
خلکو ته وئيل شوي چې د زلزلې د افټرشاکس يا وروستو راتلونکو جټکو د خطرې په مهال دې احتياط کوي .

د پاکستان په برنو شمالي سيمو او افغانستان کې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې يو ځل بيا زوروره زلزله شوې ،چې په نتيجه کې يې د خېبرپښتونخوا صوبې سر ښار پېښور کې يې د ۴۰ نه زيات کسان ژوبل کړي او کورونو ته يې زيان اړولی دی .

د پاکستان د موسمياتو د محکمې ترمخه د زلزلې شدت په ريکټر سکېل باندې ۶.۹ ريکارډ شوی خو امريکايي جيولوجېکل سروی دغه شدت ۶.۴ وئيلی دی .

د موسمياتو د محکمې ترمخه د زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان په سرحدي علاقه کې ۱۹۷کلوميټره په ځمکه کې ژور ؤ ، دغه علاقه د پاکستان په شمال کې لرې پرتې سيمې چترال سره نزدې ده .

پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم ای) ترمخه د تازه شوې زلزلې په نتيجه کې د رامنځته شوي زيان په اړه معلومات رايوځاي کوي خو تراوسه ورته د کوم زاني او مالي زيان خبر نه دی مېلاؤ شوی .

ولي د خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور د ليډي ريډنګ روغتون چارواکو وئيلي چې د زلزلې په نتيجه کې ۴۱ ژوبل شوي کسان روغتون ته راوړل شوي دي .

راپورونه وايي د زلزلې د زوره د ودانو ديوالونه هم چاؤدلي او په ځينو ځايونو کې غورځېدلي دي .

د چارواکو لخوا خلکو ته وئيل شوي چې د زلزلې د افټرشاکس يا وروستو راتلونکو جټکو د خطرې په مهال دې احتياط کوي .

د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې راغلې زلزله د پاکستان خېبرپښتونخوا، اسلام اباد او قبائيلي علاقو ترڅنګ په شمالي علاقو او منځني پنجاب کې هم محسوس کړی شوې ده .

د هند د ميډياترمخه د زلزلې جټکې په پلازمينه دهلي کې هم محسوس کړی شوي دي .

د خلکو په وينا د زلزلې جټکې نزدې د يو منټ پورې روانې وې او خلک د کورونو نه بهر راوتي وو .

پاکستان کې تېره شپه راغلې زلزلې بيا زياتره هغه سيمې ژړقولي چرته چې د روان کال د اکتوبر دمياشتې په ۲۶م نېټه د ۷.۵ شدت زوروره زلزله شوې وه ، او د اېن ډي اېم ای ترمخه ۲۸۰ کسان پکې مړه او ۱۷۷۰ پکې ژوبل شوي وو .

د ۲۶م اکتوبر زلزلې تر ټولو زيات خېبرپښتونخوا صوبه او قبائيلي سيمې ځپلې او يواځې په دغو علاقو کې ۲۶۳ کسان مړه شوي چې زياته شمېره پکې د ماشومانو وه .

د اېن ډي اېم ای ترمخه دغې زلزلې په مجموعي توګه يو لاک او نهه زره کورونه اغېزمند کړي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG