لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکو د داعش د ريډيو بندولو ادعا کړې


د دغه ريډيو په فريکونسۍ باندې اوس ملي نغمې او  موسيقي چليږي .
د دغه ريډيو په فريکونسۍ باندې اوس ملي نغمې او  موسيقي چليږي .

د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيز کې پرتې صوبې ننګرهار ځايي چارواکو وئيلي چې د صدايي خلافت ريډيو يا د خلافت غږ په نوم د داعش د پروپېګنډې دپاره چلېدونکی ريډيو نشريات (خپرونې) يې بندې کړي دي .

د داعش لخوا چلېدونکی دغه ريډيو چې نزدې د يوې مياشتې راهسې يې په ننګرهار کې په پښتو ژبه کې خپرونې پېل کړی شوې وې، د دغه ريډيو خپرونې افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان په قبائيلي سيمو باجوړ او مومند ايجنسۍ سره د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې هم ځايې په ځايې اورېدل شوې .

د داعش د ريډيو خپرونې به په شوا روځ کې د يو نه تر دوه ساعته پورې چلېدې ، او خلکو او په ځانګړې ډول ځوانانو ته بې په دغه ډله کې د شاميلېدو بلنې ورکول کېدې .

د ننګرهار صوبې د ګورنر وياند عطاالله خوګياڼي وايس اف امريکا ته وئيلي چې ځايي چارواکي د دغه نشريانو په بندولو کې کامياب شوي دي ، او زياته کړې يې ده چارواکي په دې لټون کې دي چې د ريډيو نشريات د کوم ځايې نه خپرېدل .

راپورونه وايي د دغه ريډيو په فريکونسۍ باندې اوس ملي نغمې او موسيقي چليږي .

ځينې چارواکو وئيلي چې د دغه ريډيو د خپرونو په بندولو کې امکان دی چې بهرنو ځواکونود افغان چارواکو مرسته کړي وي .

د پاکستان قبائيلي سيمو او چارسدې د ځايي خلکو په وينا د زيارت په ورځ د دغه ريډيو خپرونې نه دي اورېدل شوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG