لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان ددورې کولو وروستو مودي نوي ډيلي ته روان شوى


دهند وزيراعظم نريندر مودي دپاکستان ديوې لنډې دورې څخه وروستو بيرته نوي ډيلي ته روان شوى دى.

نوي ډيلي ته دنريندر مودي دروانيدو څخه وروستو دپاکستان خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري ميډيا سره خبرو کې وويل سحر١١ بجې نريندر مودي وزيراعظم نوازشريف ته ټيليفون کړى ؤ اؤ دپاکستان ددورې خواهش يې څرگند کړى ؤ.

هغه وويل نوازشريف مودي ته وويل چې په اسلام اباد کې نۀ بلکې لاهور کې دى اؤ مودي دې دهغه کور ته ورشي ، نوازشريف مودي ته دجاتي امراء ددورې بلنه هم ورکړې وه.

نوازشريف هندوستاني وزيراعظم ته وويل چې هغه دې هرکله راشي زمونږ هيواد اؤ کور ته دې راشي ، ددې په ځواب کې نريندر مودي نوازشريف ته وئيلي وؤ هغه به بيا لاهور ته ورځي اؤ نوازشريف سره به ليدنه کوي.

خارجه سکتر وويل چې نريندر مودي نوازشريف ته دزيږون دورځې مبارکي هم وئيلې ده.

هغه وويل چې دغه دوره زيات مختصر وخت کې شوې که چرې دوړاندې څخه وئيل شوى وى نو ليدنه کې به سرتاج عزيز اؤ ناصرجنجوعه هم موجود وى.

دهغه وينا وه ددغه دورې په مهال ددواړو وزيراعظمانو ترمينځ ليدنه ښه ماحول کې شوې چې پکې په جامع مذاکراتو شروع کولو اتفاق شوى دى

دهغه په قول مذاکراتو کې دغربت خاتمې لپاره په گډو هڅو اؤ ددواړو هيوادونو داړيکو اولسي کچې ته په غزولو اتفاق شوى دى.

خارجه سکتر وويل ددغه دورې په مهال دا خبره تکرار شوه چې ديو بل په تحفظاتو به ځان پوهول وي اؤ دامن لارې به پرانستل وي.

اعزازچوهدري وويل دپاک وهند خارجه سکترانو ترمينځ ليدنه به دجنورۍ په مينځ کې اسلام اباد کې ترسره کيږي.

له دې وړاندې دهند وزيراعظم نريندر مودي دهوائي ځواکونو په الوتکه کې دلاهور علامه اقبال انټرنيشنل ائيرپورټ ته رسيدلى ؤ چرته چې هغه ته دپاکستان وزيراعظم نوازشريف، دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار اؤ نورو لوړپوړو پاکستاني مشرانو هرکلى وئيلى دى.

وروستو نوازشريف دخپل هندوستاني سيال ترڅنگ په ائيرپورټ دموجود هيلي کاپټر له لارې رائيونډ کې دشريف کورنۍ کور ته ورسيدو اؤ دهغه دکورنۍ دبيلا بيلو خلکو سره يې تعارف وکړل شو.

دمقامي ميډيا دراپورونو ترمخه دوزيراعظم نوازشريف دلمسۍ دوادۀ دستوره جاتي امراء کې روانه ده اؤ نريندر مودي نوازشريف ته دهغې دوادۀ دمبارکۍ لپاره هم ورغلى ؤ.

دراپورونو ترمخه هندوستاني وزيراعظم جاتي امراء کې تر يوې نيمې گينټې ايسار ؤ.

له دې وړاندې دټولنيزو رابطو په ويب سائټ ټوئټر خپل يو پيغام کې نريندر وئيلي وؤ چې نن غرمه به ډيلي ته په واپسۍ هغه وزيراعظم نوازشريف سره لاهور کې ليدنه کوي.

له دې وړاندې نريندر مودي کابل کې دافغان پارلمينټ دنوې ودانۍ پرانستې دستوره کې گډون کړى.

دهند دبهرنو چارو وزيرې سُشما سوراج هم دنريندر مودي دپريکړې تائيد کړى اؤ وئيلي يې دي چې گاونډي(پاکستان) سره همدغه رقم اړيکې پکار دي.

افغانستان ته دنوي پارلمان دودانۍ دورکولو دغه پروژه هندي حکومت په کال ٢٠٠٧م کې پيل کړې وه اؤ مقصد يې جگړه ځپلي هيواد سره دوستانه اړيکو ته وده ورکول دي.

پاکستان ته دورتگ څخه دمخه دهند وزيراعظم خپل پاکستاني سيال نوازشريف سره په ټيليفون خبرې اترې هم کړي دي.

نريندر مودي وئيلي وؤ نوازشريف سره يې په ټيليفوني خبرې کړي اؤ په کليزه يې ورته مبارکي ورکړې ده.

په ډاگه دې وي چې ٢٥م دسمبر دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دزيږون ورځ ده اؤ هغه سږکال د٦٦ؤ کلونو شوى دى.

دنوازشريف اؤ نريندر مودي ترمينځ وروستۍ ليدنه دنومبر په مياشت کې پيرس کۍ دموسم دبدلون په اړه دملگرو ملتونو د٢١مې غونډې په مهال شوې وه.

روانه مياشت کې اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ دکانفرنس په مهال دهند دخارجه وزيرې سشما سوراج پاکستان ته دورتگ په موقع پاکستان اؤ هند دجامع مذاکراتو دعمل په بحالۍ اتفاق کړى ؤ.

دپاکستان اؤ هند اړيکې دشروع څخه دتاؤتريخوالي ښکار دي خو دتيرو څو کلونو راهسې ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ ډزو کې داولسي وگړو اؤ عسکرو دوژل کيدو دپيښووروستو تاؤتريخوالي کې نور شدت هم راغلى اؤ تيرکال ددواړو هيوادونو دخارجه سکترانو په کچه ټاکل شوي مذاکرات هم ځنډيدلي وؤ.

خو ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې دمعمول لوري ته وروستو له هغې روانې شوې چې مودي اؤ نوازشريف دنومبر په مياشت کې پيرس کې مختصر ليدنه اؤ خبرې اترې وکړې.

په عين حال کې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز هم قومي اسمبلۍ ته وئيلي دي چې ددواړو هيوادونو خارجه سکتران به ډير زر ليدنه وکړي.

تيره اوونۍ دهند خارجه وزيرې هم هندي پارليمان ته وئيلي وؤ چې پاکستان سره جگړه يو آپشن نۀ دى اؤ مذاکرات دمخکې تللو يواځينۍ لار ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG