لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : ترافيکي پيښه کې ٢١ کسان مړه شوي


 مړو شوؤ کې درې ښځې، څلور ماشومان اؤ ١٤ سړي شامل دي، پيښه کې ديوې ښځې اؤ دوؤ ماشومانو په گډون ١٨ کسان ژوبل شوي هم دي.
مړو شوؤ کې درې ښځې، څلور ماشومان اؤ ١٤ سړي شامل دي، پيښه کې ديوې ښځې اؤ دوؤ ماشومانو په گډون ١٨ کسان ژوبل شوي هم دي.

دافغانستان دشمالي ولايت سمنگان په حضرت سلطان اولسوالۍ کې يوه ترافيکي پيښه کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون لږ ترلږه ٢١ کسان مړه شوي دي.

دحضرت سلطان اولسوال سراج الدين فطرت ددغه پيښې په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته وئيلي دي داولسي سورلو بس دبلخ ولايت څخه مرکزي پلازمينې کابل ته روان ؤ چې په سمنگان، بلخ لويه لاره په يو پل دټرک سره وجنگيدو، هغه وويل چې دغه بس دپل څخه خطا شو اؤ لاندې سيند ته پريوتو.

مړو شوؤ کې درې ښځې، څلور ماشومان اؤ ١٤ سړي شامل دي، پيښه کې ديوې ښځې اؤ دوؤ ماشومانو په گډون ١٨ کسان ژوبل شوي هم دي.

دافغانستان بيلا بيلو برخو کې له دې وړاندې هم خونړۍ ترافيکي پيښې رامينځته شوي چې پکې په لسگونو خلک مړه شوي دي، ددغو پيښو درامينځته کيدو عمومي علتونه، تيز رفتاري، بې احتياط، خراب سړکونه اؤ گاډو کې له حد څخه زيات مسافر کښيناستل ښودل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG