لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 بلوچستان:ثناالله زهري نوی وزيراعلی، او راحيله دراني د صوبۍ لمړۍ سپيکره جوړه شوې


ډاکټر مالک وئيلي د مري تړون لاندې هغه د وزيراعلی چوکۍ پرېږدي .
ډاکټر مالک وئيلي د مري تړون لاندې هغه د وزيراعلی چوکۍ پرېږدي .

د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې نواب ثناالله زهري بې د مقابلې د بلوچستان صوبې نوی وزيراعلی منتخب شوی دی ، تېره ورځ ډاکټر عبدالمالک د دغه چوکۍ نه مستعفي شوی ؤ ، د دې ترڅنګ د دغه صوبې په تاريخ کې په لمړي ځل ښځه سپيکره جوړه شوې ده .

بلوچستان صوبه کې د وزيراعلی بدلون د مري تړون لاندې شوی کوم تړون چې دپاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې، پختونخواملي عوامي پارټۍ او نېشنل پارټۍ ترمينځ شوی ؤ .

د کال ۲۰۱۳م د عامو انتخاباتو نه پس د بلوچستان صوبې د حکومت په اتحاد کې شاملې ډلې نيشنل پارټۍ ته د پينځه ؤ کالو د نيمي مودې پورې د وزيراعلی چوکۍ ورکړل شوې وه ، او ډاکټر عبدالمالک وزيراعلی جوړ شوی ؤ .

ډاکټر مالک د حکومت د نيمې مودې په پوره کېدو ګورنر محمدخان اچکزۍ ته استعفی ورکړې ده ، او وئيلي يي دي د مري تړون لاندې هغه دغه چوکۍ پرېږدي .

بل لور ته د دغه صوبې په تاريخ کې راحيله حميدخان دراني په لمړي ځل د اسمبلۍ بلامقابله ښځينه سپيکره منتخب شوې ده . د راحيله دراني تعلق هم د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې سره دی .

د راحيله دراني په مقابله کې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې مفتي ګلاب کاغذونه جمع کړي خو پريذائيډنګ افسر په دې خبره رد کړي چې هغه د ټاکلي وخت نه نيمه ساعت پس جمع کړي وو .

راحيله دراني په سپيکرې منتخب کېدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې چې هغې ته د بلوچستان صوبې د لمړۍ ښځې سپيکرې جوړېدو اعزاز حاصل شو .

هغې وئيلي زه به هڅه کوم چې د صوبې د اولس په توقعاتو پوره اوخېژم .

د مئ په مياشت کې جان محمدجمالي د سپيکر د چوکۍ نه مستعفي شوی او تر دې وخته بيا مرستيال سپيکر قدوس بزنجو په دغه چوکۍ ناست ؤ .

راحيله دراني د ښځو په مخصوص سيټ د اسمبلۍ غړې منتخب شوې وه .

هغه د پخواني وزيراعلی نواب اسلم رئيساني په کابينه کې وزيره پاتې شوې او پاکستان مسلم ليګ (ق) په حکومت کې د صوبايي اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG