لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې د داعش اېف اېم ريډيو اورېدل کيږي


په دغه ريډيو باندې جهادي ترانې او خلکو ته داسې پېغامونه ورکول کيږي چې په داعش کې شامل شي .
په دغه ريډيو باندې جهادي ترانې او خلکو ته داسې پېغامونه ورکول کيږي چې په داعش کې شامل شي .

د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان ننګرهار صوبه کې د تُندروه ډلې داعش لخوا اېف اېم ريډيو شورو کړی شوې خپرونې په قبائيلي سيمو او خېبرپښتونخوا په ځينو علاقو کې اورېدل کيږي .

د قبائيلي سيمو مومند او باجوړ ايجنسۍ د اوسيدونکو ترڅنګ د چارسدې ضلعې د ځينوعلاقو استوګن وايي چې دويې د تېرې يوې اوونۍ راهسې د داعش اېف اېم اوري .

په دغه ريډيو باندې جهادي ترانې او خلکو ته داسې پېغامونه ورکول کيږي چې په داعش کې شامل شي .

څيړونکي وايي پاکستان کې له دې وړاندې هم وسله والو د خپلو تبليغاتو دپاره اېف اېم ريډيو کارولی دی ، او خلکو ته يې د دغه لارې خپله پروپېګنډه رسولې ده .

او څيړونکی حس خان د داعش په ريډيو اندېښنه څرګندوي چې د سيمې خلک ترې اغېزمند کېدی شي .

نوموړی وايي " تاسو په خپله اندازه ولګوئ چې په دغو علاقو کې غربت زيات دی ، بل دلته ساده خلک دی هره پروپېګنده چې د اسلام او شريعت په نوم کيږي او زما په خيال د دويې دپاره دا نوم هم کافي دي، او زما سره ويره دا ده چې که چري په باقاعده توګه پاکستان او افغانستان په دې باره کې څه ونه کړل نو خدايې دې نه کړي کوم حالات چې مونږ په سوات کې ليدلي وو هلته به د پروپېګنډې دپاره د ريډيو بې درېغه استعمال کېدو خلکو ته به دړکې ورکول کېدې دغه شان په خېبرايجنسۍ کې هم منګل باغ او د هغه ملګرو داسې کړي وو او دا لويه د خطرې خبره ده " .

نوموړی زياتوي که چرته د پاکستان حکومت وغواړي نو توان لري چې دغه خپرونې بندې کړي .

"پاکستان دا بندولی شي خو دا کمټمنټ غواړي، وِل (رضامندي) غواړي او زه نه وينم چې زمونږ (پاکستان) له طر فه داسې وشي چې دا به مونږه بلاک کړو " .

د فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله وايي چې که چرته داسې وي نو دويې به ډېر زر د دغې ريډيو په ضد ګامونه پورته کړي .

"زمونږ وفاقي ادارې که پېمرا ده او نورې د مانيټرنګ (څار) ادارې دي هغويې سره د دې خلاف لائحه عمل شته او زمونږ پوره کوشش دا دی چې دې خلاف مظبوط ګامونه پورته کړو او دا څيز که قبائيلي سيمو ته راځي چې مونږ يې زر تر زره بند کړو" .

پوهان وايي چې په وړه کچه اېف اېم ريډيو خو په کم خرڅ جوړېدی شي پرېکونسيانې يې بدليږي او د دغه ډول ريډيو سازوسامان ګرزول کېدی هم شي ، خو داسې ريډيو چې د پولې دواړو غاړو ته اورېدل کيږي دا طاقتوره مشينري غواړي .

راپورونه وايي د داعش لخوا شوورو شوی اېف ايم ريډيو د پولې پورې غاړې ته په جلال اباد کې په ښه توګه اورېدل کيږي او راپورونه وايي د يوې مياشتې راهسې د دغه ريډيو خپرونې روانې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG