امريکا کې د صدارتي انتخاباتو دپاره نوموؤل شوؤ د ډيموکرېټک ګوند کانديدانو وئيلي چې د هغويې ټوله توجه د امريکې په اقتصادياتو او تُندوره ډلې داعش ته په ماتې ورکولو ده .
د ورماونټ نه سينېټر برني سينډرز وئيلي چې امريکا د نړۍ د پوليس په توګه پېژندل نه دي پکار ، او د داعش په ضد جنګ کې د روس سره اتحاد او د مسلمان ملکونو نه پوځ شاملولو ته اړتيا لري .
هغه وئيلي زما پلان دا دی، سعودي عرب ته وايم چې په يمن کې د جګړې په ځايې داعش پله توجه وګرځوي ، او قطر ته وايم چې ۲۰۰اربه ډالره د فټبال په نړيوال کپ باندې د خرڅ کولو په ځايې د هغو ترهګرو په ضد وکاروي چې دروازې ته يې رارسېدلي دي .
پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن هم د اتحادي هڅو ملاتړ کړی او وئيلي يي دي چې په دغه لړ کې د سني او کُرد ځواکونو لخوا مرستو ته اړتيا لري .
هغې وئيلي چې سيمې ته امريکايي ځمکنی پوځ لېږل به سټراټيجيکي غلطي وي ، ځکه چې تُندلاري هم دغه رنګ ليدل غواړي .
درېم کانديد او د مېري لېنډ پخواني ګورنر مارټن اومالي د نوؤ خطرو په ضد د نوي اتحاد په خبره زور راوړی دی .
ريپبلکن کانديدان په بحثونو کې پرله پسې په هيلري کلنټن نيوکې کوي ، هغه وايي چې د ريپبلکن کانديد ډونلډټرمپ د داعش دپاره د بهرتيانو کولو بهترين سړی دی .
هغې وئيلي چې د ترهګرۍ خطرې ته په تعصب سره ځواب وئيل د ملک په ګټه نه ده ، او دا ډېره مهمه خبره ده په داسې وخت کې چې امريکا ته د مسلمانانو ضرورت دی هغويې دې دلته ځان محددو نه ګڼي .