لاس رسیدونکی لینک

کارټر وائي افغان جگړه دختميدو څخه لرې ده


کارټر منلې ده چې سږنى کال دافغان ځواکونو لپاره سخت ؤ اؤ هغوي ته پکې سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر وئيلي دي القاعده اؤ نورې ترهه گريزې ډلې افغانستان کې دځالو په لټون کې دي خو هغوي ته به خپلو هدفونو پورې درسيدو اجازه نۀ شي ورکولى.

ايش کارټر تيره ورځ په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسيدلى ؤ اؤ دغلته ننگرهار ولايت کې دامريکائي پوځيانو مرکز ته ورغلى ؤ.

ايش کارټر افغانستان ته په داسې وخت کې رسيدلي دي چې په دغه هېواد کې د تششدد پېښې سيوا شوي دي- د امريکې د دفاع وزارت پينټاگان واېي د تير کال په پرتله سهکال د لوړې کچې په حملو کې 27 فيصده اضافه شويده-

دافغانستان دسپرست ملي دفاع وزير معصوم ستانکزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ايش کارټر وويل چې طالبان دافغانستان په ځينو برخو کې لاس بري دي خو دهغه په قول دهغوي دغه هڅه به لنډمهاله وي.

داطلاعاتو ترمخه داعش پلوه جنگيالو ننگرهار اؤ نزدې کونړ ولايت کې پښې مضبوطې کړي اؤ په نزدې وختونو کې يې دافغان ځواکونو په ضد بريدونه کړي دي.

کارټر منلې ده چې سږنى کال دافغان ځواکونو لپاره سخت ؤ اؤ هغوي ته پکې سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل دافغانستان په ځينو برخو کې دطالبانو پرمختگونه که عارضي هم وي خو دا خبره په ډاگه کوي چې دا يوه سخته جگړه ده اؤ دختميدو څخه لا لرې ده.

هغه وويل القاعده يوځل بيا پخپلو پښو اودريدل غواړي خو مونږ به يې مخه نيسو، افغانستان اؤ نړۍ کې ترهه گريزو ډلو ته ماتې ورکولو لپاره دا يوه مهمه جگړه ده.

دهغه وينا وه افغان پائيلټان به تربيه کولى اؤ ائيرفورس ته به يې راتلونکي کال کې سازوسامان ورکولى شي.

کارټر وويل صدر اوباما پريکړه کړې چې افغانستان کې به ٩٨٠٠ امريکائي پوځيان پاتې کوي.

همدغه شان معصوم ستانکزي وويل چې دافغانستان دملي دفاع ځواکونه دوسله والو ډلو سره په جگړه بوخت دي اؤ په دې اړه ورته دنړيوالې ورورولۍ ملاتړ ترلاسه دى.

صدر براک اوبامه په خپله يوه وروستۍ وينا کې دا فيصله په ډاگه کړې وه چې 9800 سوه امريکايې عسکر به د کال 2016 تر اخره پورې په افغانستان کې وي-

په ورستيو کې ځيني مطبوعاتو کې د داعش لخوا په افغانستان کې د لويو حملو دړکوخبرونه چاپ شوې وې-

د افغانستان حکومتي او عسکري چارواکي واېي د داعش د خطر نه خبر دي او مخه به يې نيسي – تيره ورځ په مطبوعاتو کې راغلي وو داعش وسله گوند د افغانستان په شرقي سيمه ننگرهار کې دډيورنډ ليکي سره خواته خپل يو غير قانونه ريډيو خپرونې هم شورو کړي دي- په دغه خپرونو کې داعش عام اولس ته د ځان سره د يو ځاېي کيدلو غږ کوي اوواېي په کابل به خپل بيرغ خېژوي-

ايش کارټر د افغانستان نه وړاندې د عراق په سفر ؤ- په عراق کې ښاغلي ايش کارټرعراقي مشرانو ته دتندروه ډلې داعش په ضد دې دهلو ځلو تُندو غږ کړي دي

XS
SM
MD
LG