لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان داعش ډله د٦١ؤ کالعدم تنظيمونو فهرست کې شامل کړې


 دمملکت وفاقي داخله وزير بليغ الرحمان سينيټ ته وئيلي دي چې الدولة الاسلاميه ډله( چې دداعش په نوم سره پيژندل کيږي) سږکال په ١٥مه جولا ئي دکالعدم تنظيمونو په فهرست کې شامل کړل شوې ده.
دمملکت وفاقي داخله وزير بليغ الرحمان سينيټ ته وئيلي دي چې الدولة الاسلاميه ډله( چې دداعش په نوم سره پيژندل کيږي) سږکال په ١٥مه جولا ئي دکالعدم تنظيمونو په فهرست کې شامل کړل شوې ده.

دپاکستان دمرکزي حکومت لخوا تر څو مياشتو هيواد کې دداعش دوجود څخه دانکار وروستو انکشاف شوى دى چې دغه تندروه ډله ٦١ؤ کالعدم تنظيمونو کې شامل کړل شوې ده.

داعش يا ائي ايس ائي ايس يوه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې اؤ سږکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ ، دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.

دمملکت وفاقي داخله وزير بليغ الرحمان سينيټ ته وئيلي دي چې الدولة الاسلاميه ډله( چې دداعش په نوم سره پيژندل کيږي) سږکال په ١٥مه جولا ئي دکالعدم تنظيمونو په فهرست کې شامل کړل شوې ده.

هغه وئيلي دي چې د الخير ټرسټ اؤ الرشيد ټرسټ نومونه دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دقرارداد څخه وروستو دې فهرست کې شامل کړل شوي اؤ جماعت الدعوة ٢٠٠٥م کې ددغه فهرست برخه جوړه کړل شوې وه.

سينيټ ته دوړاندې کړل شوي فهرست ترمخه لشکرجهنگوي اؤ سپاه محمد کال ٢٠٠١ء کې په څلورم اگست کالعدم گرځول شوى ؤ.

همدغه شان جيش محمد، لشکرطيبه، سپاه صحابه پاکستان، تحريک اسلامي، تحريک نفاذ شريعت محمدي په ١٤مه جنورۍ کال ٢٠٠٢م کې دکالعدم تنظيمونو په فهرست کې شامل کړل شوي وؤ.

تحريک جعفريه پاکستان هم په ٢٨مه جنورۍ ، ٢٠٠٢م کې کالعدم تنظيم گرځول شوى ؤ اؤ القاعده په دغه فهرست کې په ١٧م مارچ ٢٠٠٣م کې شامل کړل شوې وه.

دکال ٢٠٠٣م په ١٥م نومبر په ملت اسلاميه پاکستان، خدام الاسلام اؤ اسلامي تحريک پاکستان بنديز لگول شوى ؤ، پينځه ورځې وروستو په ٢٠م نومبر ٢٠٠٣م کې نور درې تنظيمونه حزب التحرير، جمعيت الانصار اؤ جمعيت الفرقان هم کالعدم تنظيمونو کې شامل کړل شوي وؤ.

٢٠١٣م کې دکالعدم تنظيمونو فهرست کې په لويه پيمانه اضافه شوې ددغه کال په ١٣م مارچ فهرست کې دگلگت بلتستان تنظيم خانه حکمت شامل کړل شوى ، په ١٥م مارچ تحريک طالبان سوات، تحريک طالبان مهمند، تحريک طالبان باجوړ، طارق گيدړ گروپ، عبدالله عزام بريگيډ، ايسټ ترکمانستان موومنټ، اسلامک موومنټ اف ازبکستان، اسلامک جهاد يونين، ٣١٣ بريگيډ، امر بالمعروف ونهي عن المنکر( حاجي نامدارډله) ، بلوچ سټونټس ارگنائزيشن( ازاد) يونائيټيډ بلوچ ارمي اؤ په جئى سندهـ متحده محاذ بنديز لگول شوى.

دکال ٢٠١٣م دمارچ دمياشتې راهسې دغه فهرست کې څه رقم بدلون نۀ ؤ شوى خو سږکال په ١٥مه جولا ئي دې کې دتندروه ډلې داعش دنوم اضافه شوې ده.

دداعش لخوا څو اوونۍ دمخه دپاکستان دپنجابې صوبې سرښار لاهور کې ديو شخصي ټي وي چينل ددفتر څخه بهر دلاسي بم حمله کې څلور کسان ژوبل شوي وؤ

دغه لمړى ځل ؤ چې پاکستان کې دتندروه ډلې داعش له لوري نيغ په نيغه ميډيا په نخښه کړل شوې اؤڅيړونکي وائي ددولت اسلاميه لخوا دميډيا دپه نخښه کيدو بنيادي وجه دميډيا له لوري هيواد کې دداعش هلو ځلو ته دحکومتي پام راگرځولو په اړه خپارۀ شوي راپورونه کيدى شي.

اوسنو مياشتو کې دپاکستان مختلفو ښاروو کښې دداعش په حق کې وال چاکنگ شوى اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې دسرښار پيښور په گډون بيلا بيلو سيمو کې ددغه ډلې سره دتعلق لرونکو کسانو لخوا پمفلټونه هم ويشل شوي وؤ اؤ ددې ترڅنگ څو مياشتې دمخه دطالبانو نه بيل شوؤ پينځوؤ تندروه کمانډرانو هم داعش سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ.

خو ددې باوجود دپاکستان دخارجه دفتر اؤ کورنو چارو دوزير په گډون لوړپوړي چارواکو دريځ لرلو چې دداعش دخطرې څخه خبر دي خو دغه ډله پاکستان کې وجود نۀ لري اؤ سيورى به يې هم نۀ زغمي.

دپاکستان ترڅنگ داعش گاونډي هيواد افغانستان کې هم خپلې پښې مضبوطوي اؤ نزدې مياشتو دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې هم دطالبانو اؤ داعش دجنگيالو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG