لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته دترهه گرۍ گواښ نۀ دى پيښ،صدراوباما


 صدر اوباما په ټيلي ويژن قام ته وينا کړې، دکليزو رخصتو څخه دمخه صدر اوباما ته دزيارت په ورځ دورجينيا په مک لين ښار کې دترهه گرۍ دمخنيوي قومي مرکز کې دسلامتۍ په اړه تفصيلي حال احوال تير کړل شوى دى.
صدر اوباما په ټيلي ويژن قام ته وينا کړې، دکليزو رخصتو څخه دمخه صدر اوباما ته دزيارت په ورځ دورجينيا په مک لين ښار کې دترهه گرۍ دمخنيوي قومي مرکز کې دسلامتۍ په اړه تفصيلي حال احوال تير کړل شوى دى.

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې دقومي سلامتۍ دادارو لخوا وئيل شوي دي چې امريکا ته دترهه گرۍ څه رقم واضحه خطره نۀ ده پيښه خو دهغه په قول مونږ ته به بيدار اوسيدل وي اؤ دې لړ کې زمونږ دقومي سلامتۍ پيشه وارانه ډله خپل کار په تُندۍ سره کوي.

صدر اوباما په ټيلي ويژن قام ته وينا کړې، دکليزو رخصتو څخه دمخه صدر اوباما ته دزيارت په ورځ دورجينيا په مک لين ښار کې دترهه گرۍ دمخنيوي قومي مرکز کې دسلامتۍ په اړه تفصيلي حال احوال تير کړل شوى دى.

امريکائي صدر په ډاگه کړه ضرورت ددې خبرې دى چې امريکايان دخپلو اعلي اقدارو سرلوړۍ ته اوليت ورکړي اؤ ددښمنانو لخوا دويولو هڅې په خاطر کې رانۀ ولي.

دصدر اوباما په قول دهغوي دقومي سلامتۍ په اړه ټولې ادارې بيدارې دي اؤ خپل کار په تُندۍ اؤ چټکتيا سره کوي.

امريکائي صدر دزيارت په ورځ يو پيغام جاري کړى ؤ چې پکې دامريکائي اولس حفاظت لمړۍ ترجيح گرځول شوې وه، هغه دغه بيان روانه مياشت کې دکيليفورنيا په سان برناډينو ښار کې شوې دترهه گررۍ دحملې اؤ له دې وړاندې دنومبر په مياشت کې دترهه گرۍ کارروايۍ کې دشوي قتل عام په تناظر کې ورکړى ؤ.

صدر اوباما په کليزو رخصتو دتللو څخه دمخه امريکايانو ته وويل هغوي دې مطمئين اوسي دهيواد دقومي سلامتۍ، انټلي جنس ، پوځ اؤ قانون نافذونکې ادارې بيدارې دي اؤ هغوي ته دکومې ويرې ترهې ضرورت نشته.

هغه وويل مونږ هيواد څخه دترهه گرو دلرې ساتلو هرممکن کوشش کوؤ اؤ دقومي سلامتۍ ادارو ماضي کې دترهه گرۍ گڼ سازشونه ناکام کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG