لاس رسیدونکی لینک

سلامتي کونسل داعش ته د مالي مرستو ودرولو دپاره قرارداد منظور کړی


داعش د خپل امدن غټه برخه په ناجائزه طريقه باندې د تېلو د خرڅولو نه ترلاسه کوي ، کومه چې خواؤشا ۵۰کروړه ډالره ده .

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل تُندروه ډلې داعش ته د مالي مرستو ورکولو د مخنيوي په لړ کې په متفقه توګه يو قرارداد منظور کړی دی .

د امريکې د خزانې وزير جېکب ليو په سلامتي کونسل کې د خارجه وزيرانو د يوې مهمې غونډې مشري کړې او وئيلي يي دي چې " د داعش مالي مرستې هدف کول مشکل دي" .

هغه وئيلي چې "مونږ د داعش په مالي لحاظ د يواځې کولو په لړ کې پرمختګ کوؤ خو مونږ ته به د کاميابو ترلاسه کولو دپاره خپلې هڅې په يواځې او په نړيواله توګه تېزول وي".

د نړيوالې ادارې فنانشل اېکشن ټاسک فورس صدر جي يونشن وئيلي " داعش ته د نورو تُندرؤ ډلو په پرتله زياتې پېسې پکار دي، پېسه د دويې غټه کمزوري ده او دغه ډلې ته د ماتې ورکولو په تګ لاره کې د دويې مالي مرستو اودرولو ته مرکزي اهميت ورکول پکار دي " .

نوموړي د ترهګرو ډلو د ډهانچې ، په يواځې د ترهګرو هلو ځلو، هغويې ته د رسائۍ او مرستو د نيټ ورک پېژندو دپاره د فنانشل انټيلي جنس د اهميت يادګېرنه هم کړې ده .

داعش د خپل امدن غټه برخه په ناجائزه طريقه باندې د تېلو د خرڅولو نه ترلاسه کوي ، کومه چې خواؤشا ۵۰کروړه ډالره ده .

د زيارت په ورځ شوې غونډه کې په لمړي ځل د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو ووټ ورکړی دی ، هغويې په ګډه يوه متفقه قرارداد منظور کړی چې پکې په القاعده باندې د لګېدلو بندېزونو دائره تر داعش پورې غزول شوې ده .

په قرارداد کې د غړو هېوادونو نه غوښتنه شوې چې هغه دې د داعش د مالي مرستو ودرولو دپاره هڅې تُندې کړي .

داعش هغه ډله ده چې په شام او عراق کې يې په يوه لويه علاقه قبضه کړې او په ليبيا کې هم خپلې ځالې جوړول غواړي .

XS
SM
MD
LG