لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دپوليو دمخنيوي درې ورځنى مهم


 کال ٢٠١٥م کې پاکستان دپوليو دوائرسو په خوريدو دقابو دهڅو په اړه ډاډمن ؤ اؤ دتيرکال په پرتله رپورټ شوؤ دپوليو کيسونو کې ډاگيز کمى راغلى دى.
کال ٢٠١٥م کې پاکستان دپوليو دوائرسو په خوريدو دقابو دهڅو په اړه ډاډمن ؤ اؤ دتيرکال په پرتله رپورټ شوؤ دپوليو کيسونو کې ډاگيز کمى راغلى دى.

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبې اؤ پيوست قبائيلي سيمو کې دسږکال اخري درې ورځنى دپوليو دمخنيوي مهم دزيارت په ورځ پيل شوى چې پکې به دپينځوؤ کلونو څخه دکم عمر خواؤشا ٦١ لکو ماشومانو ته ددغه معذوره کوونکې ناروغۍ څخه دبچ کيدو ويکسين ورکولى شي.

کال ٢٠١٥م کې پاکستان دپوليو دوائرسو په خوريدو دقابو دهڅو په اړه ډاډمن ؤ اؤ دتيرکال په پرتله رپورټ شوؤ دپوليو کيسونو کې ډاگيز کمى راغلى دى.

٢٠١٤م کې ټول هيواد کې دپوليو مخې ته دراغلو کيسونو شميره ٣٠٦ وه چې پکې خيبرپښتونخوا څخه ٤٧ کيسونه رپورټ شوي وؤ، خو سږکال پاکستان کې ٤٩ کيسونه تر دې مهاله مخې ته راغلي چې پکې خيبرپښتونخوا کې درپورټ شوؤ کيسونو شميره ١٥ ده.

دپوليو دمخنيوي داوسني مهم لپاره خواؤشا ٧ زره ډلې جوړې کړل شوي دي دکومو لپاره چې صوبه کې ٥٤ اؤ قبائيلي سيمو کې ٧ لکو ماشومانو ته دويکسينو ورکولو هدف مقرر کړل شوى دى.

په دغه موقع سخت امنيتي تدابير هم نيول شوي دي ځکه چې اوسنو کلونو کې دغه مهم سره په تړلو کسانو دوسله والو بريدونو کې ٧٠ؤ پورې کسان وژل شوي چې ورسره دپوليو دخاتمې هڅو ته زيان رسيدلى دى.

په ٣٠م نومبر صوابۍ کې دپوليو دمخنيوي ضلعي رابطه کار ډاکټر يعقوب په ډزو سره وژل شوى ؤ چې له دې وروستو سيمه کې روان دپوليو مهم ځنډول شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG