لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي قانون سازو د پاکستان د امداد بندولو دړکه ورکړې


د امريکې ځيني قانون سازو په اسلام اباد باندې " دواړو طرفو ته " د لوبېدو تور لګولی دی .
د امريکې ځيني قانون سازو په اسلام اباد باندې " دواړو طرفو ته " د لوبېدو تور لګولی دی .

د امريکې د دواړو سياسي ډلو د سر قانون سازو پاکستان کې په زياتېدونکو جوهري وسلو باندې د تحفظاتو څرګندونه کړې او وئيلي يي دي چې دا ملک اوس هم د ترهګرو دپاره پټ ځايې او د انتهاپسندۍ زريعه ده .

د اېوان نمائندګان د بهرنو چارو کمېټۍ د شورو په ورځ د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د پاکستان د مرستو، د تعليم په مېدان کې د اصلاحاتو د پاره د هڅو او په دغه لړ کې د ورکړی کېدونکي امريکايي امداد جاج اخيستل شوی دی .

د کميټۍ چيئرمېن (ريپبلکن) اېډروئس وئيلي چې پاکستان په جوهري وسلو کې په درېم نمبر ملک جوړېدو پله روان دی، او زياته کړې يې ده چې د پاکستان وړې جوهري وسلې او د اوږدې فاصلې پورې ويشتونکي ميزائيلې د اندېښنې وړ دي .

د هغه په وينا دغه ملک د خپل بجټ زياتره برخه د پوځ دپاره ځانګړې کوي او د تعليم بجټ يې د دوه نيم فيصده نه هم کم دی .

په دغه مهال د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکې ځانګړي استازي رچرډاولسن د اوباما انتظاميې نظر وړاندې کړی دی .

هغه وئيلي امريکا د پاکستان سره په جوهري وسلو او امنيت په اړه امورو باندې ډاګيزه خبرې کوي او د هغه په وينا اوباما انتظاميه د پاکستان سره په داسې جوهري تړون خبرې نه کوي څنګه چې د هند سره کوي .

د کميټۍ ډيموکرېټک او رپبلکن غړو د امريکې لخوا د ستمبر ۲۰۰۱م نه پس پاکستان ته په ورکړی شوي ۳۰اربه ډالره اقتصادي او پوځي امداد باندې تحفظات وړاندې کړي او وئيلي يي دي چې د اسلام اباد حکومت اوس هم د ترهګرو د نېټ ورک ملاتړ کوي .

ځيني قانون سازو په اسلام اباد باندې " دواړو طرفو ته " د لوبېدو تور لګولی دی .

د ډيموکرېټک استازي برېډشرمېن ـ اولسن ته وئيلي چې پاکستاني چارواکو سره دې خبرې اوکړي چې د يو رښتوني شراکت دار په توګه کردار ادا کړي ګنې د هغه په وينا د کانګرس ځيني غړي د پاکستان دپاره د امريکې په امداد بندلو زور راوستی شي .

ځانګړي استازي وئيلي دغه تحفظات به ورسوي ولې د هغه په وينا اوباما انتظاميه مني چې د پاکستان مرستې جاري ساتل د امريکا په ګټه دي ځکه چې دغه ملک د ترهګرۍ په ضد عمليات کوي .

پاکستان يو کال وړاندې پېښور کې په سکول باندې بريد چې پکې ۱۳۰ ماشومان وژل شوي ؤ د دغه بريد نه پس جنورۍ ۲۰۱۵م کې د ترهګرۍ او تُندلاريتوب په ضد قامي تګ لاره اعلان کړې ده .

ډيموکرېټک غړي ايليټ اينګل وئيلي چې پاکستان په خپله په ملک کې دننه د ترهګرۍ ښکار دی او د کال ۲۰۰۳م نه پس يې د ۵۰زرو نه کسان په ترهګرۍ کې وژل شوي دي .

روئس وئيلي دا د حېرانتيا خبره نه ده چې تاشفين ملک چا چې د خپل خاوند سره په ګډه روانه مياشت د امريکا په کيليفورنيا رياست کې په سان برنارډينو کې ۱۴ کسان په ډزو وژلي وو، هغې په پاکستان کې په داسې تعليمي اداره کې زده کړې کړي چرته چې بې زغمي خپرېدل کيږي .

هغه وئيلي " پاکستان اوس هم د کرکې په بنيادي ډهانچه ولاړ دی، په زرګونو ديوبندي مدرسې، د خليجي ملکونو په مالي مرستو، د بې زغمۍ، د کرکې نه ډک تعليم ورکول کيږي کوم چې ترهګرۍ ته خلک راپاروي ، ما په دغې لړ کې د خبرو دپاره درې ځله د اسلام اباد دوره کړې ، پاکستان له به د دغو تعليمي ادارو رجسټرډ کول او د بنياد پرستو د نوي نسل تيارولو والا بندولو دپاره کار کول وي " .

رچرډاولسن وئيلي چې په ځينې مذهبي تعليمي ادارو باندې د اوباما انتظاميې تحفظات هم د قانون سازو په رنګ دي ، او د هغه په وينا پاکستان وايي چې د دغو مسلو مخه نيول يې د قامي تګ لارې برخه ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG