لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ د جوړ پوځي اتحاد هرکلی کړی


بل لور ته دا ګنګوسې هم موجودې دي چې په دغه اتحاد کې د شاميلېدو يقين چا ورکړی ؤ .
بل لور ته دا ګنګوسې هم موجودې دي چې په دغه اتحاد کې د شاميلېدو يقين چا ورکړی ؤ .

د پاکستان حکومت د سعودي عرب په مشرۍ د ترهګرۍ په ضد جوړد ۳۴ اسلامي ملکونو په پوځي اتحاد کې د ملګرتيا کولو پخلی کړی دی ، خو دا چې پاکستان به په دغه اتحاد کې کوم ډول حصه دار وي په دغې اړه به د رياض لخوا د تفصيلاتو مخې ته راتلو وروستو پرېکړه کولی شي .

د پاکستان د دفتر خارجه لخوا د شورو په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې پاکستان تل په سيمه ييزه او نړيواله کچه د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ د خاتمې دپاره د پورته کړی شوؤ هڅو ملاتړ کړی دی .

د دفتر خارجه په بيان کې د سعودي عرب لخواد ترهګرۍ په ضد د ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړېدو هرکلی شوی او زياته کړی شوې ده دويې په دغې اړه د نورو تفصيلاتو انتظار کوي چې دويې به په اتحاد کې کوم ډول هلو ځلو کې برخه اخلي د تفصيل مخې ته راتلو نه پس به پاکستان پرېکړه کوي .

سعودي عرب د نهې په ورځ د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په ضد د پاکستان په ګډون د ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ ، د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر وروستو وضاحت کړی ؤ چې په دغه اتحاد کې شامل ملکونه به په خپله د برخې اخيستو حدونه ټاکي .

د ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د دغه اتحاد مقصد سيکيورټي اړيکو ته پلېټ فارم ورکول دي ، چې پکې د تربيت ترڅنګ پوځي سازوسامان او انتهاپسندۍ په ضد د مذهبي مشرانو برخه هم شامل ده .

رپورټ زياتوي چې تېره ورځ د خارجه وزرات يو سينئيرغړي په ابتدايي توګه د پاکستان په دغه اتحاد کې شاميليدو باندې د حېرانتيا څرګندونه کړې او وئيلي يي دي چې رياض په دغې اړه اسلام اباد په اعتماد کې نه دی اخيستی .

خو په دغې حواله نوی پرمختګ هغه وخت مخې ته راغلی چې سعودي عرب په پټه پاکستان په اتحاد کې شامل کړی او خارجه دفتر په دغې اړه نه ؤ خبر کړی شوی .

بل لور ته دا ګنګوسې هم موجودې دي چې په دغه اتحاد کې د شاميلېدو يقين چا ورکړی ؤ .

د اکتوبر په مياشت کې د دواوړ ملکونو (پاکستان ، سعودي عرب) د ګډو پوځي مشقونو نه پس د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د سعودي عرب په دوره ورغلی او د ترهګرۍ په ضد هڅو يې ورسره خبرې اترې شوې وې .

د ډان رپورټ زياته کړې چې د دفتر خارجه لخوا په جاري شوي بيان کې د سعودي عرب د هغې ملامتيا پټولو هڅه شوې ده چې پاکستان بغېر د خبرولو په اتحاد کې شامل کړی شوی دی ، ځکه پاکستان د ترهګرۍ په ضد د اتحاد هرکلی کړی دی .

ولې بل لور ته د دفتر خارجه د بيان نه داسې اشارې مېلاويږي چې د رياض لخوا د دغې اعلان په اړه ځينې معلومات ورکړی شوي وو ځکه د دفتر خارجه په بيان کې وئيل شوي چې دويې د نورو تفصيلاتو انتظار کوي .

رپورټ کې وئيل شوي چې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په ضد جګړې دپاره د جوړ ېدونکي اسلامي ملکونو د نوي اتحاد په اړه د امريکې اسټيټ ډيپارټمنټ وياند جان کربي يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې مونږ د ډېر وخت نه په دې خبره زور راوړو چې په سيمه کې موجود ملکونه دې دغه ګام پورته کړي کوم چې په سيمه کې د موجودې ترهګرۍ د خطرې د مخنيوي دپاره د وخت ضرورت دی .

هغه وئيلي مونږ د دې هرکلی کوؤ څنګه چې مونږ په سيمه کې د داعش او نورو تندروه ډلو په ضد د پورته کړی شوؤ ګامونو هرکلی کړی او په دغو ډلو د فشار اچولو دپاره به هرې هڅې ته هرکلی وئيلی شي .

هغه دا هم وئيلي چې امريکا انتظار کوي چې دغه اتحاد به څنګه کار کوي او د يو سوال په ځواب کې يې وئيلي چې په د اسلامي ملکونو په نوي جوړ شوي اتحاد کې شامل ۳۴ ملکونه د وړاندې نه د داعش په ضد موجود د ۶۴ ملکونو په اتحاد کې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG