لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د پېښور په سکول بريد د انسانيت خلاف جرم ګرځولی


د قامي اسمبلۍ په قرارداد کې د دغه بريد په سختو ټکو کې غندنه شوې او وحشي کارروائي ورته وئيل شوي دي ،
د قامي اسمبلۍ په قرارداد کې د دغه بريد په سختو ټکو کې غندنه شوې او وحشي کارروائي ورته وئيل شوي دي ،

د پاکستان ښکتني اېوان قامي اسمبلۍ کې په متفقه توګه يو قرارداد منظور کړی شوی چې پکې تېر کال پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې شوی ترهګر بريد د انسانيت په ضد جرم ګرځول شوی دی .

د سرکاري ميډيا ترمخه په قامي اسمبلۍ کې قرارداد نن د شورو په ورځ په داسې حال کې وړاندی کړی شوی چې د دغه ترهګر بريد نن کال پوره شو .

تېر کال په ۱۶م دسمبر پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو لخوا بريد شوی ؤ ، چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې ماشومان وو.

د قامي اسمبلۍ په قرارداد کې د دغه بريد په سختو ټکو کې غندنه شوې او وحشي کارروائي ورته وئيل شوي دي ، قرارداد کې د پېښور د ارمي پبلک سکول په پېښه د خفګان څرګندونه هم شوې ده .

دغه قرارداد د موسمي بدلون وزير زاهد حامد وړاندې کړی چې پکې د دغه خبرې ستائينه هم شوې ده چې د دغه ترهګر بريد وروستو د پوځ لخوا کامياب عمليات شوي دي .

اېوان سپارښتنه کړې چې د۱۶م دسمبر ورځ دې د پاکستان د ماشومانو د ورځې په توګه ونمانځل شي .

د قومي اسمبلۍ په وقفه سوالات کې ارمي پبلک سکول باندې شوي ترهګر بريد باندې بحث شوی او د اېوان غړو په بحث کې د برخې اخيستو په مهال وئيلي ۱۶م دسمبر به تل د تورې ورځې په توګه يادولی شي . هغويې وئيلي چې په ۱۹۷۱م کې هم په دغه ورځ پاکستان دوه ځايه شوی او بنګله دېش جوړ شوی ؤ .

د اېوان غړو وئيلي مونږ له په ګډه د مسلو د حل دپاره کار کول پکار دي او په ځانګړې د قبائيلي علاقو ماشومانو ته د تعليم ورکولو په خبره يې زور راوړی دی .

اېوان کې وئيل شوي چې مدرسو کې دې د اصلاحاتو کار دې تېز کړی شي . او د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې باندې د پوره عمل کولو غوښتنه يې کړې ده .

اېوان کې د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو مور پلار ته د هغويې په صبر او لوړو حوصلو د عقيدت پيرزونې هم وړاندې کړی شوي دي .

له دې وړاندې د پاکستان په برني اېوان سينټ کې هم د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو سره د يو والي په لړ کې قرارداد منظور کړی شوی ؤ .

نن د شورو په ورځ د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف د پيښور د ارمي پبلک سکول پېښه کې وژل شوؤ ماشومانو ته د عقيدت دپيرزونو وړاندې کولو په ترڅ کې ١٦م دسمبر د تعليمي ژمنې دقومي ورځ په توګه دنمانځلو او د ارمي پبلک سکول نه د يونيورسټۍ د جوړولواعلان کړى دى .

پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو لخوا د شوي بريد چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره ماشومان وو ، د دغه پېښې په يو کال پوره کېدو ارمي پبلک سکول کې نن يوه غونډه راجوړه شوې وه چې پکې وزيراعظم نوازشريف ، د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د څلور واړو صوبو ترڅنګ د ازاد کشمير او ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو هم ګډون کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG