لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امنيتي وضع خرابيږي ،راپور


د کال ۲۰۱۴م په پرتله د روان کال د لمړۍ مياشتې نه تر نومبر پورې موده کې د افغان ملکي وګړو وژنې ۲۷ فيصده سېوا شوي دي .
د کال ۲۰۱۴م په پرتله د روان کال د لمړۍ مياشتې نه تر نومبر پورې موده کې د افغان ملکي وګړو وژنې ۲۷ فيصده سېوا شوي دي .

د امريکې محکمه دفاع وئيلي چې په وروستيو مياشتو کې افغانستان کې امنيتي حالات لا نور خراب شوي دي . دا په داسې حال کې چې تېر کال د دغه هېواد نه زياتره امريکايي او اتحادي ځواکونه وتلي او د هغې نه پس طالبانو په افغان ځواکونو حملې زياتې کړي دي .

پينټاګان د امريکايي قانون سازو دپاره په تيار کړي يو جائزه رپورټ کې وئيلي چې د کال ۲۰۱۴م په پرتله د روان کال د لمړۍ مياشتې نه تر نومبر پورې موده کې د افغان ملکي وګړو وژنې ۲۷ فيصده سېوا شوي دي .

رپورټ کې وئيل شوي چې افغان ځواکونه د جګړې توان لري خو د ملک په ځينو سيمو کې امنيتي حالات کړکېجن او په ځينو کې ډېر خراب دي .

رپورټ کې د طالبانو عمليات د امريکا او اتحاديانو او افغان ځواکونو ترڅنګ د افغانانو دپاره خطره ګرځول شوې ده .

په افغانستان کې دا وخت د امريکا ۹۸۰۰ عسکر موجود دي چې پکې ځينې د ترهګرۍ په ضد عملياتو کې د افغان ځواکونو په مرستو کې بوخت دي او په دغه هېواد کې يې په غټه کچه جنګي عمليات ختم کړي دي .

رپورټ کې زياته کړی شوې ده چې د افغانستان امنيت ته د مختلفو ډلو لخوا ګواښونه دي ، چې په سر کې پکې طالبان او حقاني نېټ ورک دی ، او په نورو کې القاعده او د داعش سره اړونده ډلې شامل دي .

د پېنټاګان په رپورټ کې زياته کړی شوې ده چې د افغان ځواکونو د تېرو شپږو مياشتو عمليات په ځايې کلک ټينګ نه دي پاتې شوي .

بل لور ته افغان ځواکونو وئيلي چې د ګل په ماښام يې کابل کې د يوې کارروائۍ په مهال دوه ټنه بارودي مواد (امونيم نائټرېټ) په قبضه کې اخيستې او تباه کړي دي .

د افغانستان استخباراتي ادارې وئيلي چې دغه مواد په ۲۰ تهيلو کې پټ کړی شوي وو او د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په سر روئټرز خبري ادارې ته وئيلې چې دغه مواد په بمي او ځانمرګو بريدونو کې کارېدل .

افغانستان کې په دې وروستيو کې د طالبانو لخوا حملې زياتې شوي چې پکې د ملکي وګړو ترڅنګ امنيتي ځواکونه په هدف شوي دي ، تېره اوونۍ د کندهار په هوايي ډګر بريد شوی ؤ چې پکې د عامو ملکي وګړو په ګډون نزدې ۶۰ کسان وژل شوي وو .

له دې وړاندې د ستمبر په مياشت کې طالبان په کندوز ورختلي ؤ او بيا ترې د امريکايي ځواکونو په مرسته د کندوز قبضه بيرته اخيستل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG