لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخطرناکو عناصرو په ضد گډو هڅو ته اړتيا ده، نوازشريف


 ” زمونږ څخه چاپيره دسلامتۍ صورتحال ډير نازک دى اؤ مونږ رياستي خپلواکۍ اؤ جغرافيائي سالميت ته پيښو چيلنجونو ته گورو، دتندروه نظرياتو دمقابلې ضرورت دى، ترهه گري اوس هم يوه سخته خطره ده ، په حقيقت کې دا زياته خطرناکه شوې
” زمونږ څخه چاپيره دسلامتۍ صورتحال ډير نازک دى اؤ مونږ رياستي خپلواکۍ اؤ جغرافيائي سالميت ته پيښو چيلنجونو ته گورو، دتندروه نظرياتو دمقابلې ضرورت دى، ترهه گري اوس هم يوه سخته خطره ده ، په حقيقت کې دا زياته خطرناکه شوې

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي دسيمې اؤ نړۍ مختلفو برخو کې وسله والې شخړې داسې عناصرو ته موقع ورکوي څوک چې دټولو دقابو څخه بهر دي اؤ دغه صورتحال دگډو هلو ځلو تقاضا کوي.

دنهې په ورځ دچين ژينگ ژاؤ ښار کې دشنگهائي مرستندويه تنظيم سرمشريزې غونډې ته دوينا په مهال پاکستاني وزيراعظم وويل چې زمونږ څخه چاپيره دسلامتۍ صورتحال ډير نازک دى اؤ مونږ رياستي خپلواکۍ اؤ جغرافيائي سالميت ته پيښو چيلنجونو ته گورو، دتندروه نظرياتو دمقابلې ضرورت دى، ترهه گري اوس هم يوه سخته خطره ده ، په حقيقت کې دا زياته خطرناکه شوې ده

نوازشريف وويل دا صورتحال دجامع تگلارې جوړولو اؤ اجتماعي هلو ځلو تقاضا کوي اؤ دهغه په قول سيمه کې دامن وامان اؤ ثبات لپاره دشنگهائي مرستندويه تنظيم هم کردار دى.

نوازشريف دسيمه ييزو رابطو داضافې په ضرورت زور راوړو اؤ وې وئيل چې پاکستان ځانگړى جغرافيائي حيثيت لري اؤ دې لړ کې خپل کردار ادا کولو ته تيار دى.

دهغه په قول دې تناظر کې به دپاک چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه دپرمختگ دخوب دتعبير ترلاسه کولو کې مددگاره ثابته شي، هغه وويل دشنگهائي مرستندويه تنظيم غړړو هيوادونو سره دپاکستان تجارتي، اقتصادي اؤ ثقافتي اړېکې دي.

دشنگهائي مرستندويه تنظيم کې چين، روس،قازقستان، تاجکستان اؤ ازبکستان شامل دي اؤ سږکال پاکستان اؤ هند ته هم ددې دغړيتوب ددرجې ورکولو منظوري ورکړل شوې ده.

پاکستاني وزيراعظم وويل هغه دپاکستان، افغانستان، امريکا اؤ چين ترمينځ ديوې اسټئيرنگ کميټۍ دتگلارې وړانديز هم کړى ؤ کومه چې به افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي هلو ځلو کې مرسته ورکوي اؤ څارنه به يې کوي.

هند سره دخپلو اړيکو ديادونې کولو په ترڅ کې نوازشريف وويل پيرس کې دخپل هندي سيال نريندر مودي اؤ تيره اوونۍ اسلام اباد کې دهند دخارجه وزيرې سشما سوراج سره دشوؤ ليدنو نتيجې دډاډ وړ وې.

دهغه په قول دواړو هيوادونو دجامع خپل مينځي مذاکراتو دعمل په بحالۍ اتفاق کړى کوم چې يو غوره پرمختگ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG