لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي:فضائي عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي


دامنيتي سرچينو ترمخه دپاکستاني پوځ جنگي الوتکو دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په راجگال اؤ سپري کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړي دي.

دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دجنگي الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو شوې گوله بارۍ کې لږ ترلږه ٦ شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دپاکستاني پوځ جنگي الوتکو دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په راجگال اؤ سپري کې دترهه گرو ځالې په نخښه کړي دي.

دسرچينووينا ده دغه کارروايۍ کې شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي،٨ ژوبل شوي اؤ دهغوي يو شمير ځالې هم تباه کړل شوي ، خو قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو عملياتو پکې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

پوځ خيبرايجنسۍ څخه داکتوبر په مياشت کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په نتيجه کې دجنگيالو دختمولو اعلان کړى ؤ خو سيمه کې اوس هم وخت په وخت دپوځ لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو دبمبارۍ اطلاعات ترلاسه کيږي.

تيرکال پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پوځ اؤ حکومت هيواد کې دتندلارو په ضد عملياتو کې تر ډيره حده اضافه راوستې.

XS
SM
MD
LG