لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نور ٨ کسان تيزندي کړل شوي دي


Seorang pria mengendarai kudanya menembus kobaran api dalam perayaan "Luminarias" atau Hari Santa Anthony di desa San Bartolome de Pinares, Spanyol.
Seorang pria mengendarai kudanya menembus kobaran api dalam perayaan "Luminarias" atau Hari Santa Anthony di desa San Bartolome de Pinares, Spanyol.

دپاکستان پنجاب صوبه کې نور٨ کسان تيزندي کړل شوي چې له دې وروستو تيرکال دمرګ سزا څخه دبنديز پورته کولو وروستو دغه هيواد کې دتيزندي کړل شوؤ کسانو شميره ٣٠٠ؤ څخه اوښتې ده.

دنهې په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې په بيلا بيلو ښارونوکې ٨ کسان تيزندي کړل شوي دي.

دپنجاب دوزيراعلي دزندانونو دچارو مشاور چوهدري ارشد سعيد فرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي چې ملتان، بهاؤلپور اؤ دګجرات زندانونو کې دوه ، دوه اؤ داټک اؤ ډيره غاز خان جيلونو کې يو ، يو تن تيزندي کړل شوى دى

دپاکستان لخوا دمرگ په سزا دعمل درامد په بحالۍ دايمنسټي انټرنيشنل په گډون دبشري حقونو نړيوال تنظيمونه سختې نيوکې کوي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دا مهال غيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده

په ډاگه دې وي چې پاکستان تيرکال په ١٦م دسمبر وروستو له هغې ترهه گرو ته دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کړى ؤ چې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو يوه حمله کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

خو تر دې مهاله دغه هيواد کې دتيزندي کړل شوؤ مجرمانو اکثريت هاغه خلک دي چې دترهه گرۍ نۀ بلکې دقتل مجرمان دي.

دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه سږکال داکتوبر په مياشت کې پاکستان کې ٤٥ کسان تيزندي کړل شوي وؤ اؤ دغه شميره په يوه مياشت کې دمجرمانو دتيزندي کولو ترټولو لويه شميره ده.

په دې اړه په حکومتي کچه شميره نۀ ده جاري کړل شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG