لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان مو تر يو حده د اثر لاندې دي: نوازشريف


وزيراعظم نوازشريف وئيلي افغانستان کې د امنيت په ځايې کېدو کې د پاکستان هم ګټه ده .
وزيراعظم نوازشريف وئيلي افغانستان کې د امنيت په ځايې کېدو کې د پاکستان هم ګټه ده .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي افغانستان کې د امن دپاره سنجيده يُو او غواړو چې دغه مسله د خبرو اترو د لارې هواره شي .

نوموړي دغه خبره په تُرکمانستان کې د څلورو ملکونو (تُرکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند) د " تاپي ګېس پائپ لائن" د منصوبې د پرانستې نه پس د شنګهايي همکاريو ټولنه کې د ګډون دپاره چين ته د تګ په مهال الوتکه کې خبريالانو سر ه د خبرو په مهال کړې ده .

نوموړي وئيلي افغانستان کې د امنيت په ځايې کېدو کې د پاکستان هم ګټه ده .

" په طالبانو ضرور زمونږ اثر شته خو تر يو حده پورې ، او طالبانو مونږ نه کنټرول کوؤ خو دغه اثر به کارؤ چې هغويې افغانستان سره کښېني او معاملات حل کړي " .

د اکتوبر په مياشت کې د وزيراعظم د خارجه امورو مشاور سرتاج هم دغه خبره کړې وه او وئيلي ؤ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرو کې پاکستان يواځې د سهولت کار کردار ادا کولی شي .

د وزيراعظم تازه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسيازړه کانفرنس په موقع د امريکا، چين او په پاکستان په ګډون ټولو برخه اخستونکو افغانستان کې د امنيت دپاره د روغې جوړې د خبرو بيا بحالۍ ملاتړ کړی ؤ .

او د دغه غونډې نه پس افغان صدراشرف غني کابل ته په رسېدو وئيلي ؤ چې په سنجيده خبرو يقين لرونکو طالبانو سره به ډېر زر د خبرو اترو عمل بيرته پېل شي .

روان کال د جولائۍ په مياشت کې په لمړي ځل د پاکستان په کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې اترې شوې وې چې پکې د امريکا او چين استازو هم ګډون کړی ؤ ، ولې په دويم ځل ټاکل شوې دغه خبرې هغه وخت د ځنډ ښکار شوې چې کله د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې خبر مخې ته راغلو .

او د ملاعمر نه پس د ملااخترمنصور د طالبانو د نوي مشر جوړېدو نه پس د افغانستان پلازمينې کابل ترڅنګ په ټول هېواد کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوې او د افغانستان لخوا په دغه بدامنۍ کې د ککړتوب تورونه لګېدلي وو . او د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې د تاؤتريخوالي ښکار شوې وې .ولې د پاکستان لخوا د د غو تورونو رد شوی ؤ .

تېره اوونۍ اسلام اباد کې د اسيا زړه کانفرنس په مهال افغان خارجه وزير صلاح الدين رباني وئيلي ؤ چې د افغانستان د سولې په عمل کې پاکستان کردار ادا کولی شي .

او افغان صدر اشرف غني وئيلي چې د امن خبرو مخالف طالبانو په ضد پاکستان افغان حکومت سره د مرستو کولو باور ورکړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG