لاس رسیدونکی لینک

موسمي تړون د ځمکې کره محفوظ کولو ته موقع برابروي ، اوباما


صدر اوباما وئيلي دغه تړون د ځمکې کره بچ کولو ته يوه ښه موقع برابروي .

د امريکې صدر باراک اوباما فرانس کې د موسمي بدلون په اړه د منظور شوي تړون هرکلی کړی او وئيلي يي دي چې دا دنيا دپاره د " يوې تاريخې لمحې حيثيت لري" .

د خالي په ورځ نوموړي وئيلي دغه تړون د ځمکې کره بچ کولو ته يوه ښه موقع برابروي .

صدر اوباما د اته دقيقو په خپل بيان کې وئيلي د دغه تړون منظورول د ۱۹۵ ملکونو لخوا د دې خبرې اظهار کول دي ، چې په ګډه د موسمي بدلون د مقابلې په لړ کې هيڅ قسمه کمی نشته او دويې به د کاربن په اخراج کې کمی راولي . او داسې راتلونکې ته به وده ورکولی شي چې پکې پاک حشاک (ايندهن) کارولو ته ترجيح ورکړی شي .

صدر اوباما د سپينې ماڼۍ د کېبينټ روم نه دغه بيان ورکړی او د هغه په وينا دنيا ته چې د کوم کلک تړون ضرورت ؤ هغه مونږ په ګډه اوکړو .

د دغه تړون لاندې د موسمي بدلون سره د مبارزې هدف دا دی چې د ځمکې تودوخه تر دوو درجو ډیره نه شي ، او شريکو هېوادونو ته وئيل شوي چې د تودوخې د صنعتي دور نه د مخکني وخت کچې ته چې ۱.۵ وه هغې ته به د راوستلو هڅه کولی شي .

د تړون د مخې ټول ملکونه به هر پينځه کال پس د موسم په اړه خپل اهداف اعلانوي د کوم وخت چې د کال ۲۰۲۰م نه پېل کيږي .

تړون کې وئيل شوي چې د سوتره والي په نظام به عمل کولی شي د کوم لاندې به چې هر ملک نه يواځې د کاربن د خارجولو په اړه انکشاف کوي بلکې د دغه اخراج علتونه به هم ښايي .

اوباما وئيلي په داسې مهال چې ټيکنالوجي پرمختګ کوي د موسمي بدلون په تړون کې متعين شوؤ اهدافو حاصلولو لار به هواره شي ، او د نړۍ د اغېزمندو ملکونو مرستې به يقيني کړی شي په داسې کې چې کله هغه د پاکې معاشي روزنې دپاره هڅې کوي .

د صدر اوباما په وينا ، لنډه دا چې د دغه تړون سره به د کاربن په ناپاکۍ کې کمی راشي د کوم له وجې چې زمونږ سيارې ته خطرې راپېښې دي او د کاربن د کمولو دپاره به معاشي روزنې ته وده ورکولی شي .

XS
SM
MD
LG