په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هايي کمشنر لخوا په ګډه جاري شوي بيان کې په کندوز د طالبانو د بريد په مهال ۱۶ورځو کې په جګړه کې د مرګ ژوبلو تفصيل وړاندې کړ ی شوی دی .
په دغه ځانګړي رپورټ کې په کندوز صوبه د ۲۸م ستمبر نه تر ۱۳م اکتوبر پورې د طالبانو د لږ وخت قبضې په مهال د وسله والو او حکومتي ځواکونو د جګړې په مهال عامو ملکي وګړو ته د اوښتي زيانونو او د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنې هم څرګندې کړې شوي دي .
په رپورټ کې د شپاړسو ورځو په مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ، د وژنو، تښتونو، بريدونو او تشدد د نورو پېښو ، ګواښونو او جرمونو ترڅنګ په دغه جګړه کې د ماشومانو کارولو او په سيمه کې د دغو حالاتو نه تعلمي ماحول، صحت او په ازاده ګرځېدل څومره اغېزمند شوي دي ، دې ته پکې کتنه شوې ده .
د يوناما او ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ګډ ررپورټ کې د ۲۸م ستمبر نه تر ۱۳م اکتوبر پورې موده کې د عامو ملکي وګړو د وژنې شمېره ۲۸۹ او د ژوبلو شمېره ۵۵۹ ښودل شوې ده چې ټوله يې ۸۴۸ جوړيږي .
رپورټ کې وئيل شوي زياتره انساني زيان د ځمکنۍ جګړې له امله رامنځته شوی دی او د دواړو ډلو لخوا دغسې کارروايي شوې ده .
په ياد رپورټ کې د اکتوبر په درېمه نېټه د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون د امريکايي ځواک لخوا د بمبارۍ يادګېرنه هم شوې چې پکې ۶۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوختې ، ۳۰ کسان پکې وژل شوي او ۳۷ نور ژوبل شوي وو .
په رپورټ کې وئيل شوي چې د کال ۲۰۰۱م نه پس افغانستان کې په کومه ښاري يا ابادۍ په سيمه کې دومره اوږده جګړه شوې او د بشري حقونو سرغړونه پکې شوې ده .
يوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په دغه رپورټ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کمولو، د جګړو په مهال د ملکي وګړو د ساتنې، د بشري حقونو خيال کولو او د احتساب کېدو سفارشات هم وړاندې کړ ی شوي دي .