لاس رسیدونکی لینک

طالبانو کابل کې دچاؤدنې اؤ ډزو دپيښې پړه منلې


دخالي دورځې پورې روان دغه بريد کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي کوم چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

طالبانو دافغانستان پلازمينه کابل کې دترسره شوې هاغه موټري بم چاؤدنې اؤ ډزو ذمه واري په غاړه اخستې چې پکې دڅلورو پوليسو په گډون لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

دخالي دورځې پورې روان دغه بريد کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي کوم چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دوائس اف امريکا انگريزۍ څانگې ته وئيلي دي دهغوي دبريد هدف يو ميلمستون ؤ ځکه چې دهغه په قول دغه ميلمستون دعسکري هلو ځلو اؤ استخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې لپاره کارول کيدو.

هغه وويل” مونږ ددې دزيات وخت راهسې څارنه کوله اؤ بالاخر نن مو پرې حمله وکړه،زمونږ دمجاهدينو لويې ډلې په دغه مهم هدف بريد وکړو، بريد زمونږ دکسانو څخه ديو له لوري دچاؤديدونکو موادو څخه دډک گاډي الوځولو سره پيل شوى دکوم سره چې نورو( حمله کوونکو) ته ودانۍ ته دننوتلو لپاره لاره هواره شوه، دودانۍ دننه گڼ شمير کې بهرنيان موجود وؤ“

واشنگټن کې دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي وئيلي دي چې دتشدد باوجود امريکا په دې خبره باور لري چې افغانستان کې دټولو خواؤ ترمينځ دجوړجاړي لپاره ورته کار پکار دى.

هغه وويل کابل کې څوک هم دغه شان تشدد ليدل نۀ غواړي اؤ زياته کړې يې ده ددې څخه دا خبره په ډاگه کيږي چې افغانستان اوس هم يو خطرناک مقام دى اؤ دا ضرورت هم په ډاگه کوي چې دصدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي افسر عبدالله عبدالله لخوا دافغانانو په مشرۍ دافغان امن عمل ملاتړ پکار دى.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي په ټوئټر يو بيان کې وئيلي دي چې داسې ښکاري چې چاؤدنه دگاډي له لارې شوې، دچاؤدنې څخه وروستو درنې ډزې شوي اؤ دپيښې په ځايې کې موجود يو رپورټر وئيلي دي پوليسو اطلاع ورکړې چې بريد کې لږ ترلږه درې حمله کوونکي ککړ دي.

ابتدائي راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې ددغه بريد هدف دسپين سفارت خانه ده ، خو وروستو دسپين دصدارت ددفتر يو يو وياند وائس اف امريکا ته وويل دسپين دوزيراعظم مريانو روجئيو ترمخه ددغه حملې هدف دهغوي سفارت خانه نۀ وه بلکې نزدې ودانۍ وې.

کابل کې دغه وروستۍ حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې له دې وړاندې دنهې اؤ شورو په ورځ ٢٧ؤ گينټو پورې دجنوبي ښار قندهار ائيرپورټ محاصره کړل شوى ؤ، دغه حمله کې ١٠ؤ پورې طالب ځانمرگيانو برخه اخستې وه اؤ د٣٩ؤ اولسي وگړو په گډون پکې ٥٤ کسان وژل شوي وؤ.

په عين حال کې دافغانستان په ختيز ښار ښار جلال اباد کې دافغان انټلس جنس يو کارکوونکى، يو بهرنۍ اؤ دهغې درې ماشومان يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG