لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدم برداشت اؤ تندلاريتوب پاکستان ته زيان رسولى،چوهدري نثار


 دکورنو چارو وزير وويل دترهه گرۍ په ضد دقومي تگلارې مستقل څارنه باوري کول پکار دي اؤ دهغه په قول دا دمرکزي اؤ صوبائي حکومتونو اؤ رياستي ادارو گډ مسؤليت دى.
دکورنو چارو وزير وويل دترهه گرۍ په ضد دقومي تگلارې مستقل څارنه باوري کول پکار دي اؤ دهغه په قول دا دمرکزي اؤ صوبائي حکومتونو اؤ رياستي ادارو گډ مسؤليت دى.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي دترهه گرۍ په ضد په قومي تگلاره په موثره عمل درامد دټولو خواؤ گډ مسؤليت دى.

اسلام اباد کې يوې مهمې تعليمي ادارې نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې دپاکستان دداخلي سلامتۍ په اړه خپله وينا کې چوهدري نثار علي خان وويل دعدم برداشت، تندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ له امله تر څو لسيزو پاکستان ته زيان رسيدلى اؤ زياته يې کړه اوس دزغم اؤ ترقي خوښې ټولنې په لوري سفر سخت دى اؤ پاکستان ددې لپاره زياتې قربانۍ ورکړي.

دکورنو چارو وزير وويل دترهه گرۍ په ضد دقومي تگلارې مستقل څارنه باوري کول پکار دي اؤ دهغه په قول دا دمرکزي اؤ صوبائي حکومتونو اؤ رياستي ادارو گډ مسؤليت دى.

چوهدري نثار وويل ټولو ادارو ته به هيواد څخه دتندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ دمکمل خاتمې لپاره هڅې کول پکار وي.

دهغه وينا وه تيرو وختونو کې دانتظامي ناکامو، کمزور فوجداري نظام اؤ مهمو چارو په اړه دتگلارو نيشتوالى هاغه لويې عوامل دي دکوم له امله چې دهيواد داخلي سلامتۍ لپاره سخت چيلنج پيدا شو.

هغه وويل دپيښور دارمي پبلک سکول پيښې دتندلاريتوب نظريات په اجتماعي توگه رد اؤ قام يو موټى کړو.

تيرکال په ١٦م دسمبر دپيښور په ارمي پبلک سکول دوسله والو طالبانو حمله کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ، دکوم څخه وروستو چې دپاکستان سياسي اؤ عسکري قيادت دصلاح مشورې څخه وروستو هيواد څخه دترهه گرۍ دخاتمې لپاره يوه تگلاره جوړه کړې وه.

ددغه تگلارې لاندې ټول هيواد کې دترهه گرو اؤ دهغوي دخواخوږو په ضد دکارروائيو ترڅنگ ترهه گرو ته دسزاگانو ورکولو لپاره پوځي عدالتونه هم جوړ کړل شوي دي.

خپله وينا کې دکورنو چارو وزير وويل دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي تگلارې لاندې هيواد کې دترهه گرۍ پيښو کې ښکاره کمى راغلى اؤ دامن وامان صورتحال کې په مجموعي توگه ښه والى راغلى.

هغه وويل دقانون نافذونکو ادارو هلو ځلو سره هيواد کې دمعمول ژوند بحال شوى ، چوهدري نثار دعوه وکړه چې کراچۍ اؤ کوئټه کې هم دماضي په نسبت صورتحال ښه شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG