لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس دې ختيز يوکرين کې دضروري امداد رسولو اجازه ورکړي،امريکا


 سمانتها وويل جنوبي يوکرين کې ٢٠ؤ لکو ضرورت مندو خلکو پورې دامداد ډير لږه برخه رسيږي اؤ ديخ موسم رارسيدو سره هلته صورتحال سخت شوى دى.
سمانتها وويل جنوبي يوکرين کې ٢٠ؤ لکو ضرورت مندو خلکو پورې دامداد ډير لږه برخه رسيږي اؤ ديخ موسم رارسيدو سره هلته صورتحال سخت شوى دى.

ملگرو ملتونو کې دامريکا سفير سمانتها پاور په روس زور راوړى دى چې دمنسک دتړون درناوى دې وکړي اؤ يوکرين کې دې دبشري خواخوږۍ په اساس دامداد رسولو اجازه ورکړي.

هغه امنيتي شورا ته وئيلي دي ځينې امدادي ډلې دبيلتون خوښو تر اثر لاندې سيمو کې دکار کولو جوگه دي ، بيلتون خوښو جولا ئي کې ملگري ملتونه اؤ بين المللي تنظيمونه ددغو ځائيونو څخه بهر ويستلي وؤز

سمانتها وويل جنوبي يوکرين کې ٢٠ؤ لکو ضرورت مندو خلکو پورې دامداد ډير لږه برخه رسيږي اؤ ديخ موسم رارسيدو سره هلته صورتحال سخت شوى دى.

امريکائي سفير وويل دلمړي ستمبر دتړون لاندې دروس پلوه بيلتون خوښو اؤ يوکرين دځواکونو ترمينځ لويه جگړه کمه شوې خو دهغه په قول اوس هم دروزانه په اساس دلوظنامې خلاف ورزۍ روانې دي اؤ روس بيلتون خوښو ته وسله اؤ تربيه ورکولو سره په کرائميا دقبضېکولو په ترڅ کې دبين المللي قوانينو خلاف ورزۍ کوي.

سمانتها په ماسکو اؤ بيلتون خوښو تور ولگولو چې دامن دبين المللي مبصرينو لاره کې خنډان راولاړوي اؤ سفير په هغوي زور راوړو چې ختيز يوکرين کې دې دازادانه انتخاباتو اجازه ورکړي.

امريکائي سفير انتخابات دمنسک په لوظنامې دعمل درامد برخه وگرځوله اؤ وې وئيل چې ختيزه برخه دې پاتې يوکرين سره په پرامنه انداز کې پريښودل شي.

روس يوکرين کې دنيغ په نيغه مداخلت تورونه ردوي اؤ دکيئف په حکومت تور لگوي چې روسي وئيونکو ختيزو سيمو کې دبشري حقونو خلاف ورزۍ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG