لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشامي حزب اختلاف لخوا حکومت سره دمذاکراتو په منصوبه اتفاق


İspaniyanın Kataloniya vilayətində qədim kənd
İspaniyanın Kataloniya vilayətində qədim kənd

دشام دحزب اختلاف ډلود صدر بشارالاسد حکومت سره خبرو لپاره په بنيادي ځاندره اتفاق کړى دى.

دسعودي عرب پلازمينه رياض کې ترسره شوې يوه غيرمعمولي غونډه کې دشام دسياسي حزب اختلاف اؤ وسله والو ډلو د١٠٠ؤ څخه زياتو استازو گډون وکړو اؤ دخبرو اترو دترسره کولو دمنصوبې دمخ په وړاندې بوتللو يې غور وکړو. دغو ډلو ته به اوس مذاکراتو لپاره خپل استازي ټاکل وي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي وئيلي دي چې هغوي ته معلومه ده چې اوس هم ډير گران کار پاتې دى اؤ دپرمختگ لپاره ډيرې معاملې اوس هم هوارې شوي نۀ دي.

سعودي عرب کې دغه خبرې اترې تيره مياشت ويانا کې د٢٠ؤ څخه دزياتو هيوادونو ترسره شوې غونډه کې دلوظنامې په نتيجه کې شوي دي.

بين المللي سيريئن سپورټ نومې ډلې داسد حکومت اؤ معتدل حزب اختلاف ترمينځ مذاکراتو لپاره دراتلونکي کال لمړۍ جنورۍ پورې نيټه ټاکلې ده، دغه مذاکرات دشام دشخړې دسياسي هواري برخه ده.

دسعودي سرکاري خبري ادارې وئيلي دي چې دحزب اختلاف ډلو دسياسي عمل له لارې داولس داستازيتوب ترڅنگ دداسې حکومت جوړيدو لپاره په مذاکراتو اتفاق کړى چې پکې به مستقبل کې دبشارالاسد کوم کردار نۀ وي.

دامريکا خارجه وزير جان کيري رياض کې دترسره شوي کانفرنس دمثبتو نتيجو هرکلى کړى دى اؤ يو بيان کې يې وئيلي هغوي دا خبره ستائي چې دشام دحزب اختلاف ډلو ديو نوي شام جوړولو لپاره خپل اختلافونه يو اړخ ته ايښي.

له دې وړاندې دا خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دشامي حزب اختلاف يوه مهمه ډله الحرارالشام خبرو څخه بيله شوې، خو جان کربي وئيلي دي چې دغه ډلې هم خبرو کې برخه اخستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG