لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر مستعفي شوی


د صدراشرف غني د وياند مرستيال سيد ظفرهاشمي په ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي چې صدر د رحمت الله نبيل استعفی منظور کړې ده ،
د صدراشرف غني د وياند مرستيال سيد ظفرهاشمي په ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي چې صدر د رحمت الله نبيل استعفی منظور کړې ده ،

د افغانستان د ملي استخباراتي ادارې (نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکيورټي "اېن ډي اېس" ) مشر رحمت الله نبيل د صدر اشرف غني سره د اختلافاتو په سر د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې ده .

رحمت الله نبيل وئيلي د بدقسمتۍ نه د تېرو څو مياشتو راهسې په ځينو پاليسو کې د بداعتمادۍ په سر ، او په هغه د صدر اشرف غني لخوا د بنديزونو لګېدو په وجه دی ته اړ شو چې خپله دنده پرېږدي .

نبيل په صدر اشرف غني تور لګولی چې د هغه نه يې استعفی غوښتې وه .

د صدراشرف غني د وياند مرستيال سيد ظفرهاشمي په ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي چې صدر د رحمت الله نبيل استعفی منظور کړې ده ، او د اېن ډي اېس د نوي مشر ټاکلو دپاره په ارګ کې يوه ځانګړې غونډه هم رابلل شوې ده .

رحمت الله نبيل د استخباراتو د مشرۍ نه استعفی په داسې مهال ورکړې چې د افغانستان په زياترو برخو کې د طالبانو لخوا په غټه کچه حملې پېل شوي او د نهې په ورځ د کندهار په هوائي ډګر د وسله والو طالبانو په بريد کې ۵۰ کسان وژل شوي دي .

په عېن حال کې افغان صدر اشرف غني اسلام اباد کې د اسيازړه کانفرنس کې د ګډون په مهال د پاکستان وزيراعظم نوازشريف، امريکايي او د چېن چارواکو سره يې ليدلي او په دې خبره صلاح شوي چې طالبانو سره د سولې خبرې بيرته بحال کړی شي .

راپورونه وايي رحمت الله نبيل د پاکستان په مينځګريتوب د وسله والو سره د خبرو مخالفت کولو .

راپورونه د پاکستاني سرچينو لخوا وايي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره هم په دې خبره نه وو خوشحاله ، چې د اېن ډي اېس سره د نبيل په مشرۍ کې د افغانستان د سولې په لړ کې کار اوکړي . او ځيني راپورونه وايي اسلام اباد د هغه د استعفی په طمع ؤ .

اشرف غني تېره ورځ په اسلام باد کې سرته د رسيدلي د وزيرانو په کچه د اسيازړه کانفرنس کې ګډون کړی په دغه غونډه کې د افغانستان د امنيت او اقتصادي مرستو په اړه خبرې اترې شوي دي .

د شورو په ورځ افغان صدر د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره هم ليدلي وو .

پاکستاني چارواکو وايس اف امريکا ته وئيلي چې د شورو په ورځ د اسيازړه کانفرنس کې د امريکا، چين او افغانستان مشران په دې خبره صلاح شوي چې راتلونکو څو اوونو کې طالبانو سره د روغې جوړې خبرې بيرته بحال شي .

نن د زيارت په ورځ د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د امريکې د بهرنو چارو مرستيال سيکرټري اېنټوني بلنکن په جنرل هيډکوارټر کې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره ليدلي ، او په سيمه کې د امنيت ترڅنګ يې ورسره د افغانستان د سولې د خبرو زر بيرته بحاليدو په اړه خبرې اترې کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG