لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت طالبانو سره مذاکراتو ته اماده


 افغان صدر اشرف غني دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې اؤ جنرل راحيل هغه ته افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان لخوا دبشپړ ملاتړ باور ورکړى دى.
افغان صدر اشرف غني دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې اؤ جنرل راحيل هغه ته افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان لخوا دبشپړ ملاتړ باور ورکړى دى.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې افغان حکومت دپاکستان، امريکا اؤ چين په مرستې سره طالبانو سره دمذاکراتو په بيا پيل کولو اتفاق کړى دى.

له دې وړاندې سږکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو عمل دطالب مشر ملا عمر دمړينې دانکشاف څخه وروستو اودريدلى ؤ دکوم څخه وروستو چې کابل کې دتشدد څخه ډکو بريدونو کې اضافه راغله اؤ کابل په دغو بريدونو کې په باالواسطه توګه دپاکستان دلاس لرلو تور لګولى ؤ، خو پاکستان دغسې تورونه رد کړي وؤ.

په عين حال کې افغان صدر اشرف غني دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې اؤ جنرل راحيل هغه ته افغانستان کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان لخوا دبشپړ ملاتړ باور ورکړى دى.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار ترمخه جنرل راحيل افغان صدر ته داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې، اپريشنل هم اهنگۍ اؤ جوړجاړي عمل کې دمکملې مرستې باور ورکړو.

جنرل راحيل وويل مونږ دخپل مينځي گټې اؤ درناوي په اساس افغانستان سره په گډه کار کولو لپاره کار کوؤ.

په دغه موقع اشرف غني ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو دغزولو په ضرورت زور راوړو اؤ دترهه گرۍ دمشترکه خطرې ختمولو لپاره يې په گډه دکار کولو ژمنه وکړه.

اشرف غني دترهه گرۍ خلاف جگړه کې دپاکستاني پوځونو دکاميابو ستائينه هم وکړه.

ورځپاڼه ډان وائي چې دغه پرمختگ اسلام اباد کې دهارټ اف ايشياء کانفرنس په موقع ددوه اړخيزه اؤ درې اړخيزه ليدنو دلړۍ څخه وروستو مخې ته راغلى، نورو هيوادونو هم دمذاکراتو لپاره دملاتړ ژمنه کړې ده.

ورځپاڼه ليکي خبريالانو سره خبرو کې دافغانستان دبهرن چارو وزير صلاح الدين رباني انکشاف کړى چې ددوه اړخيزه اؤ درې اړخيزه غونډو اصل موضوع افغانستان کې دامن عمل ؤ، زمونږ ائتلافيانو مونږ سره په دې اړه په گډه په کار کولو اتفاق کړى چې دجوړجاړي جوگه عناصر به (دمذاکراتو) ميز ته راوستل کيږي.

دهارټ اف ايشياء غونډې په پاې کې جاري شوې اعلاميه کې افغانستان کې دطالبانو په ټولو ډلو اؤ نورو وسله والو ډلو زور راوړل شوى چې هغوي دې افغان حکومت سره امن مذاکراتو کې شامل شي اؤ په دې خبره اتفاق شوى چې دترهه گرو دمالي اؤ مادي مرستو پورې رسد ختمولو لپاره به ځانگړي گامونه پورته کولى شي ترڅو دهغوي دنوؤ ترهه گرودتربيه کولو اؤ بهرتي کولو توان ختم کړل شي.

دامريکا ډپټي سيکرټري اف سټيټ انټوني بلينکن امريکائي سفارت خانه کې خبريالانو ته وويل دافغان حکومت، پاکستان، چين اؤ امريکا ترمينځ دافغانانو په مشرۍ اؤ افغانانو په ملکيت کې دجوړجاړي دعمل دجوگه کولو اؤ تشدد دخاتمې لپاره گڼې غونډې شوي دي.

ښاغلي بلنکن دامن عمل دبيا پيل کيدو په اړه کومه نيټه ورنۀ کړه خو په ډاگه يې کړه چې ټولې خواوې دمخ په وړاندې تگ اؤ دميز څخه چاپيره دسمو خلکو راوستو لپاره ژمنې دي.

هغه وويل چې دغونډو په مهال په هاغه تگلاره اؤگامونو خبرې اترې وشوې کومې چې به ددغه عمل دمخ په وړاندې بوتللو ته ضرورت لري، په دغو گامونو دافغان صدر اشرف غني اؤ پاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف ترمينځ دماښامې ليدنه کې په تفصيل سره خبرې شوي دي.

يوسينئر پاکستاني چارواکي ډان ته وئيلي دي چې دامن عمل دهاغه ځايې څخه بيا پيل کولى شي کوم ځايې کې چې سږکال دجولا ئي مياشت کې دمذاکراتو ددوهم پړاؤ په مهال دملا عمر دمړينې داعلان څخه وروستو اودريدلى ؤ، هغه وويل دطالبانو کومو چې افغان حکومت سره مذاکرات پيل کړي وؤ،امکان دى چې هغوي به دمذاکراتو ميز ته راشي.

دجنرل راحيل اؤ اشرف غني ترمينځ دليدنې په مهال دغه چارواکي وويل چې دواړو په هاغو مقصدي گامونو خبرې کړي دکوم په نتيجه کې چې تل پاتې امن راتللى شي اؤ دا خبره باوري کيدى شي چې دې لړ کې کومې لاسته راوړنې شوي هغه بيا دلاسه ونۀ اوځي.

دلاسته راوړنو لاس څخه دوتلو داشارې مطلب په افغان اسټيبلشمنټ کې دموجودو هاغو عناصرو په اړه دپاکستان انديښنې څوک چې دامن عمل مخالف دي اؤ بيلا پيل کړل شوي تماسونه تالا ترغه کولى شي.

خو پخپلو څرگندونو کې ښاغلي بلنکن دپاکستان انديښنې رد کړې اؤ وې وئيل چې افغانستان په دې شرط دامن عمل کې بيا شامليدو ته تيار دى چې طالبان (مذاکراتو لپاره) تيار وي.

له دې وړاندې هارټ اف ايشياء کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم دافغانستان دښمن دپاکستان خپل گرځولى ؤ اؤ زياته کړې يې وه چې حکومت به دافغانانو په مشرۍ دامن دعمل ملاتړ جاري ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG