لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سولې عمل کې مهم کردار ادا کولی شي،صلاح الدين رباني


افغان خارجه وزير ووئيل هغه ډېر هيله مند دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په عمل کې بااثره او مهم کردار لوبولی شي .
افغان خارجه وزير ووئيل هغه ډېر هيله مند دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په عمل کې بااثره او مهم کردار لوبولی شي .

د افغانستان په اړه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د اسيازړه کانفرنس په ختمېدو افغان خارجه وزير صلاح الدين رباني وئيلي دويې هيله مند دي چې پاکستان د افغان طالبانو د خبرو مېز ته راوستو په لړ کې مهم کردار ادا کولی شي .

د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف د خارجه چاور مشاور سرتاج عزيز سره ګډې خبري غونډې ته په وينا کې صلاح الدين رباني ووئيل اسلام اباد کې د راجوړ ې غونډې بنيادي نکته افغانستان کې د سولې او ثبات وه .

صلاح الدين رباني ووئيل په دې سيمه کې ټول هېوادونه او په خصوصي توګه امريکا ، چين او په ځانګړي ډول پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره د کابل سره په ګډه په کار کولو اتفاق اوکړو .

افغان خارجه وزير ووئيل هغه ډېر هيله مند دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په عمل کې بااثره او مهم کردار لوبولی شي .

نوموړي زياته کړه مونږ (اسلام اباد او کابل) په دې خبره اتفاق اوکړو چې په يو بل د تورونو لګولو سلسله دې ختمه شي او د دغې خبري يقيني کولو په لړ کې د يو بل سره مرسته وشي او په خبرو اترو يقين لرونکي طالبان د مذاکراتو مېز ته راوستی شي .

په دغه موقع سرتاج عزيز ووئيل چې د اسيازړه کانفرنس کې ټولو ګډون والو د افغانانو په مشرۍ کې د افغانستان د روغې جوړې د عمل په بحالۍ دپاره د ملاتړ اعلان اوکړو .

په دغه مهال ووئيل شو چې ترهګري يوه نړيواله ستونزه ده او په خصوصي توګه په دغه سيمه کې د دغې مسلې د مخنيوي دپاره په ګډه تګ لاره هم خبرې اترې وشوې .

صلاح الدين رباني افغانستان کې د داعش د موجودګۍ او خطرې په اړه د يو سوال په ځواب کې ووئيل چې دا د يوې سيمې پورې محدوده نه ده بلکې نړيواله مسله ده د کومې په ضد چې په سيمه کې ګډې هڅې کول پکار دي .

له دې وروستو سرتاج عزيز او د هند خارجه وزيرې سشما سوراج د يو ملاقات نه پس په ګډه ميډيا سره لنډو خبرو کې سشماسوراج ووئيل چې دواړو ملکونو د جامع مذاکراتو په بيرته بحال کولو اتفاق اوکړو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG