لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف بيا وائي دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى


 وزيراعظم نواز شريف دکانفرنس برخه والو ته پخپله پرانستې وينا کې وويل چې ايشياء کې امن اؤ ثبات افغانستان کې په امن اؤ ثبات پسې تړلى دى.
وزيراعظم نواز شريف دکانفرنس برخه والو ته پخپله پرانستې وينا کې وويل چې ايشياء کې امن اؤ ثبات افغانستان کې په امن اؤ ثبات پسې تړلى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دافغانستان صدر اشرف غني دشورو په ورځ اسلام اباد کې دپينځم هارټ اف ايشياء يا ايشياء دزړۀ کانفرنس باضابطه پرانسته کړې ده.

وزيراعظم نواز شريف دکانفرنس برخه والو ته پخپله پرانستې وينا کې وويل چې ايشياء کې امن اؤ ثبات افغانستان کې په امن اؤ ثبات پسې تړلى دى.

وزيراعظم وويل پاکستان تل افغانستان سره اودريدلى اؤ دافغانستان دښمن زمونږ دښمن دى.

نواز شريف دافغانستان دښمن په داسې حال کې دپاکستان دښمن دگرځولى چې په تيرو مياشتو کې دافغان صدر اشرف غني په گډون لوړپوړو افغان چارواکو په پاکستان غږ کړى چې دخپلې دغه دعوې رښتيا ثابتولو لپاره به ورته پخپله خاوره دهاغو ترهه گرو په ضد گامونه اخستل وي کوم چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان عسکرو اؤ امريکائي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستان دريځ لري چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې روانو عملياتو ضرب عضب کې ټول ترهه گر پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کوي.

هغه وويل پاکستان لپاره افغانستان ديو گاونډي څخه نور زيات اهميت لري، نوازشريف خپل دا دريځ تکرار کړو چې دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دى، هغه وويل افغانستان کې دافغانانو په گډون اؤ دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي دعمل ملاتړ به دوامداره ساتلى شي.

نوازشريف وويل چې ترهه گري اؤ تندلاريتوب دټولو گډ دښمن دى دکوم دمخنيوي لپاره چې به په گډه کار کول وي.

نوازشريف وويل که چرې افغانستان کې بدامني وي نو ورڅخه به ټوله ايشياء اغيزمنه کيږي اؤ دغه هيواد کې امن څخه به ټوله سيمه گټه پورته کړل شي.

هغه وويل چې پاکستان افغانستان کې دامن عمل ملاتړ کوي اؤ پاکستان کې دميشتوؤ کډوالو په عزت سره خپل وطن ته واپسي غواړي.

نوازشريف وويل افغانستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ دخپلواکۍ يې نړيواله ورورولي درناوى کوي، هغه وويل پرامنه گاونډ زمونږ ويژن دى اؤ پاکستان دسيمې دهيوادونو سره مضبوطې رابطې غواړي.

پاکستاني وزيراعظم وويل شمالي وزيرسان کې دروانو عملياتو ضرب عضب اؤ ترهه گرۍ دقومي تگلارې مثبتې نتيجې ترلاسه شوي اؤ مونږ دخپلې خاورې څخه دترهه گرۍ خاتمه غواړو.

افغان صدر اشرف غني پخپله وينا کې دپاکستان په گډون دټولو هاغو هيوادنو مننه ادا کړه کوم چې افغانستان کې امن اؤ خوشحالۍ لپاره خپل کردار ادا کوي.

اشرف غني وويل چې جمهوري ټولنه کې دتشدد خوښۍ هيڅ مقام نشته، زمونږ دښمنان افغانستان ته ويشل غواړي خو مونږ دسيمې نورو هيونادونو سره په مضبوطو رابطو کار کوؤ.

هغه وويل افغانستان په تيرو کلونو کې دخانه جنگۍ ښکار پاتې شوى، اولسي ځائيونه په وحشيانه توگه په نخښه کړل شوي، زمونږ په ښځو دسودا اخستو په مهال حملې شوي اؤ زمونږ بچي سکولونو ته دتللو په مهال په نخښه کړل شوي خو مونږ افغانستان کې دپائيداره امنيت دټينگښت لپاره پخه اراده لرو.

افغان صدر وويل چې افغاستان کې دشخړې لمړۍ وجه ترهه گريزې ډلې دي کومې چې يواځې دسيمې لپاره نۀ بلکې دبين المللي ورورولۍ لپاره هم لويه ستونزه ده.

اشرف غني وويل چې پاکستان کې داپريشن په وجه ترهه گر افغانستان ته ورغلل خو اوس به دسياسي عمل دبرخې جوړيدو لپاره ټولو وسله والو ډلو ته وسلې غورځول وي.

افغان صدر وويل افغانستان ته دسلامتۍ، معيشت اؤ روزگار ستونزې پيښې دي خو دغربت خاتمه زمونږ دټولو اهم هدف دى اؤ دنورو ستونزو پشان دافغان کډوالو ابادول هم يوه ستونزه ده، پاکستان دلکونو افغان کډوالو ميلمستيا کړې چې په دې يې مونږ مننه ادا کوؤ.

هغه وويل افغانستان په تُندۍ سره ايشياء سره پيوست کيږي، مونږ پاکستان سره هم دمضبوطو رابطو خواهش مند يو اؤ چين سره هم دتماسونو مربوطولو لپاره په پروگرام عمل کوؤ.

هغه وويل افغانستان کې انفراسټرکچر ښه کيږي، افغانستان دخپلو قدرتي وسيلو څخه دگټې پورته کولو هڅه کوي اؤ ايشيائي هيوادونو سره دټرانسميشن لا ئن په منصوبو کار روان دى.

اشرف غني وويل چې زمونږ دلايو لارو اؤ ريلوى په پروگرام کار روان دى اؤ پاکستان سره دراهدارۍ منصوبه اوس لمړو مرحلو کې ده، تاپي گيس پا ئپ لا ئن منصوبه زيات اهميت لري اؤ ترکمانستان کې به ډير زر دتاپي گيس پا ئپ لا ئن منصوبې پرانسته کوؤ اؤ ترکمانستان سره دبجلۍ اؤ گيس په گډون به نورې لوظنامې کولى شي.

اشرف غي دشورو په سحر دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ورسيدلى ؤ چرته چې هغه ته دپاکستان وزيراعظم نوازشريف هرکلى وئيلى، په دغه موقع دپاکستان ددريواړو وسله والو پوځونو مشران هم موجود وؤ اؤ ميلمه صدر ته د٢١ؤ توپو سلامي هم ورکړل شوې ده.

هارټ اف ايشياء، استنبول پراسس ٢٠١١ء کې پيل شوى ؤ چې مقصد يې سيمه اؤ په ځانگړې توگه افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دغړو اؤ پلوي هيوادونو يو بل ته رانزدې کول دي.

داستنبول پراسس دا پينځمه غونډه ده چې کوربه توب يې پاکستان اؤ افغانستان په گډه کوي، غونډه کې دبرخې اخستو لپاره دهند دبهرنو چارو وزيره سشما سوراج دنهې په ورځ اسلام اباد ته رسيدلې وه.

دهند دبهرنو چارو وزير ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ چې هغې پاک وهند اړيکو کې دښه والي اؤ پرمختگ پيغام راوړى دى.

کانفرنس کې دچين، امريکا ، ترکي اؤ روس په گډون د٢٧ؤ هيوادونو استازي شريک دي، ددې دغړو هيوادونو شميره ١٤ ده پکې د١٧ؤ مرستندويه هيوادونو اؤ ١٢ؤ سيمه يزو اؤ بين المللي تنظيمونو غړي هم شريک دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG